ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1167

پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته د اسلامي امارت غبرګون؛ اسلامي امارت هیچاته په خپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان باندې د پاکستاني الوتکو د تجاوز په اړه څرګنده کړې؛ چې تیره شپه شاوخوا درې بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې په پکتیکا کې شپږ تنه درې ښځینه او درې ماشومان شهیدان شوي او یو کور نړیدلی او په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی دوه تنه ښځینه شهیدانې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د عبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پيښه کې د په نښه کېدو ادعا کوي هغه په پاکستان کې دی، بله دا چې په یاده سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسیږي چې ورځنی تګ راتګ او ګنې خپلویانې لري.

مولوي ذبیح الله مجاهد ويلي، د اسلامي امارت یاد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان په حریم تجاوز او تیری بولي.

د افغانستان اسلامي امارت، چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي.

پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدې، چې د پوځ څو تنه جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره د تېرو ۲۰ کلونو په څیر د نورو جهتونو د ګټو لپاره خپلو غلطو سیاستونو ته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

پاکستان باید پخپله خاوره کې د پيښو د نه کنترول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي، ځکه داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.

همداراز نوموړي ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه په استفاده د چا امنیت خراب کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۷/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۷/۱۲/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۶۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۱۱۴ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې څلور کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن بلکوریا سند لرونکی، ۱۱ تنه غریبکار او نهه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې پینځه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، کندهار او غزني ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته درې زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له پینځه کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، چې ټولې ۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

۱۷ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

غذا: نن په سپین بولدک کې کډوالو ته ۷۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۷۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې پینځه تنه غریبکار او یو تن حرفه‌يي او مسلکي کس چې ټول شپږ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

پکتیــــکا

انګور اډې لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې نهه تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

د انګور اډې څخه دوه کورنۍ خپلو سیمو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

اووه کورنۍ په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې کډوالو ته ۲۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۱۴ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۳۹ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۴ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۶۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې ۱۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹ را ستنو شویو کورنیو سره ۱۹۴ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۸۶ کورنۍ ۳۱۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۵ کورنۍ ۱۷ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۶۱ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۷۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۹۵ عدده

د کرنې سرپرست وزیر او د ملي پراختیا شرکت رییس لیدنه؛ د قوش تېپې کانال اړوند د کرنیزو کمپلکسونو په جوړولو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د ملي پراختیا شرکت له رییس انجنیر عبدالرحمن عطاش سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د قوش تېپې کانال د پرمختګ، د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو او د کانال په شاوخوا کې د ځمکو د خړوبولو په اړه خبرې شوي دي.

د کرنې سرپرست وزیر ویلي؛ د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې حاصلخیزې دي او دغو ځمکو ته د اوبو رسولو او د فرعي کانالونو د جوړولو په برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

 مولوي عطاء الله عمري د کرنيزو کمپلکسونو د جوړولو د طرحې د چمتووالي په اړه ویلي، چې له مخې به يې د قوش تېپې کانال شوخوا څخه ګټه پورته شي او د کرنې او مالدارۍ فارمونه به په کې جوړ شي.

د ملي پراختیا شرکت رییس د کار د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د کانال چارې ۲۰۸ کیلومترو ته رسېدلي دي، چې د یوه کال په موده کې به د فاریاب اندخوی ولسوالیو ته ورسېږي او د کرنې وزیر وړاندیزونه به عملي کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: نړۍ ته روښانه شوې چې ولسونه له اسلامي امارت څخه ملاتړي دي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د شینوارو شپږو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخوروسره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې قومي مشرانو ویلي، له اسلامي نظام څخه ملاتړ او ساتنه د ټولو افغانانو مسولیت دی او د خپلې هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

دوی له اسلامي امارت څخه مننه کړې، چې تل یې قومي جوړښتونو ته پام کړی او له توپیر پرته یې د ولسونو غږ اورېدلی دی.

یادو قومي مشرانو د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره د شینوارو له قربانیو څخه یادونه کړې او ویلي يي دي، چې اوس به هم هیچاته د اسلامې نظام پر وړاندې د بغاوت اجازه ورنکړي.

یادو مشرانو همدا راز له اسلامي امارت غوښتي، چې په شینوارو ولسوالیو کې د روغتیا، پوهنې، کارموندنې او بنسټونو په رغولو کې پراختیايي پروژې عملي کړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې نن د اسلامي امارت په استازولۍ له ولسونو سره یو ځای د ولسونو او هېواد په ثبات او جوړښت بحثونه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اشغال د خاتمې لپاره د افغانستان ټولو اقوامو په ځانګړي دول د شینوارو محترمو ولسونو سخته مبارزه کړې، قربانۍ یې ورکړي او زحمتونه یې ګاللي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په وینا، د دغو مبارزو او قربانیو په پایله کې افغانستان د اسلامي نظام څښتن شو او دا د اسلامي امارت دنده چې له هر ډول توپیر پرته د ولسونو ستونزې حل او پراختیايي چارې ترسره کړي.

نوموړي ویلي، افغانستان ورځ په ورځ د پرمختګ په حال کې دی او په سیاسي او اقتصادي برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، نړۍ د اسلامي امارت په حقانیت پوه شوې او دا ټولو ته روښانه ده، چې ولسونه د اسلامي نظام ملاتړ کوي له همدې امله غواړي چې له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکي ولري.

هغه ډاډ ورکړی، چې د شینوارو ولسونو ستونزې به اړونده ادارو ته د حل په موخه ولېږي.

کرېکټ؛ افغان لوبډلې ایرلینډ ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په شارجه کرېکټ لوبغالي کې د محمد نبي او راشد خان د غوره او هر اړخیزې لوبې پر مټ په دویمه لوبه کې سیالې ایرلینډ لوبډلې ته د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې توپ‌وهنه غوره کړه.
افغان پیلیز توپ وهونکو ښه پیل ونه‌کړ خو په مډل ارډر کې محمد نبي او ځوان صدیق اتل د افغانستان په ګټه غوره ملګرتیا وکړه او په ترتیب سره یې ۵۹ او ۳۵ منډې جوړې کړې.
دغه راز په وروستیو کې لوبډلمشر راشد خان هم ۲۵ چټکې منډې و کړې، چې په پایله کې یې ایرلینډ ته د ۹ وېکټو په زیان ۱۵۳ منډې هدف وټاکه.
د ایرلینډ له لورې په توپ وهنه کې مارک اډاېر ۳، جوش‌ليټل او بیري‌مکارتي ۲،۲ او بنجامین وایټ یو افغان توپ وهونکی له ډګره بهر کړ.
پر وړاندې یې ایرلینډ ښه پیل واخیست، خو په مډل ارډر کې یې توپ‌وهونکي د افغان توپ‌اچوونکو له لوري په پرلپسې ډول ښکار شول او ویې نه شو کولای چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي او دې سره یې افغان لوبډلې ته سیالۍ د ۱۰ منډو په توپیر وبایلله.
د ایرلیڼد له خوا په توپ‌وهنه کې انډریو بلبرني ۴۵، پول‌سټرلېنګ ۲۴ او ګیرت ډیلني ۳۹ منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې په ګټه تر نورو توپ‌وهونکو ښه وځلېدل.
د افغان توپ اچوونکو له لوري ورو توپ اچوونکو بیا غوره کارکردګي وښودله، چې په لړ کې یې راشد خان ۴، ننګیال خروټي ۲، محمد نبي یو او چټک توپ‌اچوونکي فضل حق فاروقي هم د سیالې لوبډلې یوه وېکټ ترلاسه کړه.
راشد خان د خپلې غوره توپ وهنې او توپ اچونې پر مټ د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ۳ سیالیو دغه لړۍ لومړۍ لوبه ایرلینډ ګټلې وه او د افغان لوبډلې نننۍ بریا سره لړۍ ۱-۱ مساوي شوه. دریمه او وروستۍ لوبه به نن دوشنبه دشپې مهال ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن شپه ۰۸:۰۰ بجې له ملي‌‌سپورټ او د ملي راډیو ټلویزیون ویب پاڼې څخه په ژوندۍ او قانوني بڼه نشریږي.

پوتین د پینځم ځل لپاره د روسیې ولسمشر شو

د راپورونو له مخې په روسیه کې د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر پای ته ورسېد او د لومړنیو رسمي پایلو پر بنسټ، اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۸۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د پینځم ځل لپاره د دې هېواد ولسمشر شو.

په تېرو ۲۵ کلونو کې دا پینځم ځل دی، چې پوتین واک ترلاسه کوي. نوموړي په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې په روسیه کې واک ته رسېدلی دی.

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون وايي، چې د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو ۷۰ سلنه یې د ولسمشرۍ په یادو درې ورځنیو ټاکنو کې خپلې رایې کارولې دي.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر او د اوزبیکستان ستر مفتي لیدنه؛ د دیني زده کړو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې شوي

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د خپل سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان هېواد له ستر مفتي سره لیدنه کړې.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي نور محمد ثاقب او ورسره مل پلاوی اوزبیکستان ته له رسېدو سره سم د دې هېواد د حکومتي مسولینو، د مسلمانانو د ادارې د مشر او په تاشکند کې د افغانستان سفارت د مسولینو له لوري تود هرکلی شوی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر پر مشرۍ تللي هئیت د اوزبیکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او د نږدې همکارۍ سر بیره د دواړو هېوادونو (افغانستان او اوزبیکستان) د علماوو ترمنځ د اړیکو پر همغږۍ، د جوماتونو او مدرسو او د دیني زده کړو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې کړي دي.

یاد هیئت به د خپل سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان هېواد د مسولینو سره د لیدنو سربیره د سمرقند او بخارا له اسلامي مرکزونو څخه هم ليدنه وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او د چین سفیر لیدنه؛ په دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي پراختیا خبرې شوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د چین له سفیر ژاو شینگ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د چین سفیر د افغانستان او چین د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلي يي دي، هېواد یې د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، په خپل شپږمیاشتیني ماموریت کې یې هڅه کړې چې د افغانستان او چین اړیکي پیاوړې شي.

د چین سفیر په وینا؛ چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، مګر په نړیوالو ناستو کې یې ټینګار کړی چې باید د افغانستان له اوسني دولت سره تعامل وشي.

ژاو شینگ په افغانستان کې شته پرمختګونو ته په اشارې ویلي، چین غواړي افغان ځوانانو ته د روغتیا په شمول په ګڼو برخو کې تحصیلي بورسونه برابر کړي .

نوموړي ویلي، د جلغوزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د چینایی پانګوالو پانګونې ښه پایله ورکړې او په ګڼو نورو برخو کې  هم د خپلې پانګونې له پایلو خوښ دي .

په کابل کې د چین سفیر زیاته کړې، چې د مس عینک کان په برخه کې ښه پرمختګ شوی او ډاډ یې ورکړی، چې چینايي پانګوال په افغانستان کې په ګڼو نورو پروژو کې پانګونې ته لېواله دي.

مولوي عبدالکبیر د دوحې او په نورو ناستو کې د افغانستان په اړه د چین له دریځ څخه مننه کړې او ویلي يي دي، چې اسلامي امارت له چین سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

نوموړي د واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړ، چې په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز د افغانستان د بنسټونو، لویو لارو، ریل پټلۍ او نورو مهمو او سترو پروژو کې د پانګونې غوښتنه کړي.

سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي چې په سیمه ییزه کچه مثبت سیاسي او اقتصادي تعاملات او اړیکي له ټولو هېواودنو سره پراخې کړي، څو د افغانستان او سیمې د اقتصادي پياوړتیا، ثبات او پراختیا لامل شي.

مولوي عبدالکبیر چین د افغانستان ګاونډی او دوست هېواد دی یاد کړی او ویلي يي دي، اسلامي امارت له چین سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د چین د ولسمشر له ابتکار یوه لاره یو کمربند څخه ملاتړ کوي.

هغه په بیجنګ کې د اسلامي امارت د سفیر منلو ته په  اشارې ویلي، چې نور هېوادونه دې هم دغه لاره تعقیب کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت غواړي چې له سیمه ییزو هېوادونو سره پراخ سیاسي تفاهم او د همکاریو پراختیا ولري او غواړي چې د سترو پروژو په پلي کولو کې رول ولوبوي څو د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا برخه وګرځي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ چې د افغانستان ګاونډيان باید ډاډ ولري چې اسلامي امارت به هیچا ته هم اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه چاته ګواښ پېښ شي.

مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړې، چې د شانګهای په راتلونکیو ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي او په دې کنفرانس کې د ناظر غړي په توګه خپل حضور ولري.

هغه له چین څخه د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي يي دي، چې چین دې د اقتصادي ځواک په توګه خپل تجارب د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره شریک کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۶/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۶/۱۲/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې شپږ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۳۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره مرسته شوې، چې ټولې ۶۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې نهه تنه غریبکار او اته تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۲۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۱۷ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

اووه کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۶۶ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۵۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن لیسانس، یو تن حافظ، ۲۶ تنه غریبکار او څلور تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۲۸ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷۱ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې شپږ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې دوه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه را ستنو شویو کورنیو سره ۱۲ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۷۳ کورنۍ ۲۷۱ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۷ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۵۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۳۸ عدده