ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1186

غزه کې د شهیدانو شمېر له ۳۰ زره واوښت

د فلسطین عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۷۶ کسان شهیدان شوي.

د یاد وزارت په وینا؛ د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسي تر اوسه ۳۰ زره او ۱۷ کسان شهیدان او څه باندې ۷۰ زره نور ټپیان شوي دي.

نږدې پینځه میاشتې کېږي چې صهیونیستي ځواکونو د غزې د بې‌ګناه وګړو ټول‌وژنې ته ادامه ورکړې او اوس‌مهال پر رفح ښار د بریدونو له امله، چې له یو میلیون او ۴۰۰ زره زیاتو فلسطینیانو پناه پکې اخیستې، د یوه بل ناورین رامنځته کولو په لټه کې دي.

له دوه هوايي شرکتونو سره د ۱۴۴۵هـ ق کال لپاره د حاجیانو د لېږد او رالېږد تړون لاسلیک شو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له آریانا او کام ایر هوایي شرکتونه سره د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د (۳۰) زره حاجیانو د لیږد او رالیږد په موخه غونډه شوې .

نن د بیلابیلو غونډو په ترڅ کې چې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې ترسره شوې د دې وزرات د رهبرۍ غړو، د آریانا افغان هوایي شرکت رییس مولوي رحمت الله آغا، د کام ایر هوایي شرکت مسول آتیلا کامګار او د یادو شرکتونو موظفینو ګډون کړی و.

په دغه ناسته کې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر ویلي؛ سږکال دریم کال ده، چې د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نورو همکارو امارتي ادارو ترڅنګ د حج پروسه د الله ﷻ په فضل او نصرت سره په ښه توګه مدیریت کوي او هوډ لري چې سعودي عربستان ته به د حج فریضیې د ادا کولو لپاره به حاجیان په ښه او خوندي توګه لیږده وی او بیرته به یې راستانه کوي .

نوموړي زیاته کړې؛ د حاجیانو د لیږد او رالیږد مسولیت یادو هوایي شرکتونو ته په مساويانه توګه سپارل شوی، چې ۱۵ زره حاجیان د آریانا هوایي شرکت او ۱۵ زره حاجیان کام ایر هوایي شرکت ته ورکړل شوي دې.

د راشاد، حج او اوقافو وزیر زیاته کړې؛ د حج پروسه یو دیني او ملي پروسه ده، نو ځکه مو غوره وګڼله چې د حاجیانو د لیږد او رالیږد تړونونه له کورنیو شرکتونه سره وکړو، ترڅو هغوی د حاجیانو لپاره له هر ډول همکارۍ، په هوایي ډګرونو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو او نورو خدمتونه څخه دهېواد په داخل او خارج کې دریغ ونه کړي او حاجیان په خوندي او منظمه توګه ولیږدوي او بېرته یې هېواد ته راستانه کړي.

د آريانا هوايي شرکت رییس د روان کال د حاجيانو د لېږد د پروسې په تړاو د شته ظرفيت، اسانتياوو او په روان کال کې د لیږد پروسې په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ چې د حاجيانو لېږد  تجارت او سوداګري نه ده، بلکې خپله ديني او ملي وجيبه یې ګڼو او ژمنه یې کړې، چې د افغان حاجیانو لپاره به د لانورو اسانتياوو او هر ډول همکاریو ته چمتو یوو.

د کام ایر هوایي شرکت مسول ویلي؛ زموږ شرکت د مجاهد ملت او د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد یوه برخه ده، نو کوشش کوو چې د حاجیانو د لیږد پروسه د افغانستان د څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته او برعکس  بېرته هېواد ته د حاجیانو رالیږد په بریالیتوب ترسره کړو.

په دغه ناسته کې د هېواد دننه او په سعودي عربستان په هوایي ډګرونو او د حاجیانو د لیږدونې د بهیر په مهمو او ضروري مسایلو خبرې شوي او د حاجيانو د ليږدونې په بهيرکې د احتمالي ننګونو د حل لپاره معقولې او اغيزمنې لارې چارې په پام کې ونیول شوې.

همدا شان د مهالوېش د ترلاسه کولو او د الوتنو د پیل په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

په پای کې د راشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د حاجیانو د لیږد او رالیږد تړون له آریانا او کام ایر هوایي شرکتونو سره لاسلیک کړ.

د لاسلیک شویو تړونونو له مخې یاد شرکتونو مکلف دي، چې  په خوندي ډول د حاجیانو لیږد او رالیږد په دغه برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۷/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۹/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۳۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۸۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۵تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۷۳۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۹ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۶۹۲ تنه کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۳۳ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن حافظ، ۲۲ تنه غریبکار او ۱۹ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۳۷۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۰ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۴۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۶۹ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې ۱تن د بکلوریا سند لرونکی، ۳تنه دیني عالمان، ۴۴ تنه غریبکار او ۱۳ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۶۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه دوه کورنۍ خپلو سیمو او کليو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۸۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۴۶۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۸۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۳۰۱ تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۸۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۳۳۱ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۵۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۵ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۵۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په هرات کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په هرات کې ۲۰۰ تنه کډوال تداوي شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۸۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۵ تنه و، پکتیا، کندوز، تخار او مزارشریف ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۴۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۲۰۹ کورنۍ ۶۶۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۳۵ کورنۍ ۱۹۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۱۵۰ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۸۹کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۱۳۴۲ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۲۵۴ عدده

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو هرکلی کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د پمپ سټېشنونو اتحادیې له یو شمېر تاجرانو او مسولینو سره لیدنه کړې.

یادو مسولینو په هېواد کې د سراسري امنیت په تامین خوښي ښودلې او ویلي يي ډي، د اسلامي امارت له واکمنۍ سره ټول هېوادوال او په ځانګړې توګه سوداګر او پانګوال له هر ‌‌‌‌‌‌ډول اندېښنې پرته او په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ کار او ورځنی ژوند کوي او دا د افغان ملت لپاره لوی نعمت دی.

هغوی په هېواد کې د سوداګرۍ په غوړېدا او اقتصادي زمینو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، ټول تاجران او پانګوال په هېواد کې پانګونې ته لېواله دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د سوداګرو او پانګوالو د سر او مال د امنیت تامین، د اقتصادي زمینو پراختیا او د هېوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د ټولو پانګونو هرکلی او تاجرانو او پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره لازم اقدامات کوي.

د ترکمنستان ملي رهبر له مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې؛ افغانستان سره به په سوداګرۍ کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره لیدنه کړې.

 د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دترکمنستان ملي رهبر ته په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د پانګونې او ټرانزیټ لپاره د نویو فرصتونو په اړه معلومات ورکړي.

مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان له ملي رهبر مننه کړې، چې افغانستان سره همکاریو او ښو اړیکو ته ځانګړې پاملرنه لري او دواړه هېوادونه توانېدلي، چې په ګڼو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي.

 د ترکمنستان ملي رهبر ویلي، له افغانستان څخه بشپړ ډاډ لري.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان ته د ګازو او برښنا لېږد ته ځانګړی پام لري او همداراز د رېل پټلۍ د پراختیا په برخه کې به هڅې کوي.

 قربانقلي بردي محمدوف راتلونکي اوونۍ په عشق‌اباد کې د افغانستان د توکو نندارتون ډېر مهم او تاریخي بللی او ټینګار یې کړی، چې دواړه لوري به ترې ښه ګټه پورته کړي.

د ترکمنستان ملي رهبر ژمنه کړې، چې افغانستان سره د سوداګرۍ په ګڼو برخو کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت هڅه کوي د افغانانو د ژوند سطحه لوړه کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوه جلا-جلا ناستو کې په پاکستان کې مېشت د بغلان ولايت کډوالو له استازو او د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په پاکستان کې مېشت د بغلان د یو شمېر کډوالو استازو ویلي؛ دوی په پاکستان کې د زرګونه کډوالو استازي دي، چې ډېر ژر به هېواد ته راستانه شي او خپل ټاټوبي ته د راتګ لیواله دي.

هغوی په تورخم او سپین بولدک کې راستنېدونکو ته د اسلامي امارت د اسانتیاوو او مالي امکاناتو برابرولو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، زرګونه افغان کورنۍ غواړي له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شي.

یادو استازو د هېواد شمال ته د راستنېدونکو افغان کډوالو یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر د راستنېدونکو هېوادوالو استازو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لارې چارې او امکانات برابر کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ حکومت د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ټاکلی، چې د حکومتي او مرستندویه بنسټونو مرستې همغږې او د هغوی ټولې ستونزو ته رسېدنه کړي.

همدارنګه په یوه بله ناسته کې د پکتیا د احمدآبا ولسوالۍ مخورو ویلي؛ د دغه ولایت په کچه قومي جوړښتونو څو ځله ګډې ناستې او پریکړې کړي، چې قومي مخور او علما له ځايي ادارو سره خپلې همکارۍ زیاتوي؛ څو په پکتیا کې د بیارغونې پروسه چټکه او د څو لسیزو ستونزې حل شي.

دغو قومي مخورو د ښوونځيو، مدرسو او سړک رغولو په برخه کې د ولسونو وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، له اسلامي امارت سره د پکتیا د قومي مخورو او علماوو له همکاریو په مننې ویلي، د اسلامي نظام له راتګ وروسته حکومت غواړي د ولسونو خدمت وکړي او هڅه کوي د افغانانو د ژوند سطحه لوړه کړي.

نوموړي د پکتیا مخورو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.

د مولوي امیر خان متقي او د باتر آمانوف لیدنه؛ د ټاپي پروژې او افغانستان ته د مایع ګاز لېږد په اړه خبرې شوي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د نفتو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال باتر آمانوف سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د ټاپي او افغانستان ته د مایع ګاز د لېږد په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، خوشاله یو چې د افغانستان هرات ولایت ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل چارې چټکې شوې دي.

مولوي امیرخان متقي زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل ته ټینګه ژمنتیا لري او هیله یې څرګنده کړې، چې تر هرات ولایت پورې د نل لیکې لومړی فاز ژر پیل او بشپړ شي.

نوموړي ویلي؛ هرات ولایت د افغانستان یو ګڼ مېشتی ولایت دی او دغه ولایت ته د ټاپي پروژې له رسېدو سره هرات د ترکمنستان د ګازو ښه مارکیټ کېدلای شي.

په یاده لیدنه کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال ویلي؛ د انرژي لیږد په ځانګړې توګه د ټاپي پروژه د ترکمنستان حکومت ته خاص لومړیتوب لري.

نوموړي د ټاپي پروژې اړوند د افغانستان د حکومت له هلو ځلو مننه کړې او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت ژمنتیا او هڅې د پام وړ بللي دي.

د وزیرانو شورا مرستیال هیله څرګنده کړې، چې د ټاپي پروژې اړوند پر شوو هوکړو کار ژر نهايي  شي ترڅو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د کار پرانیسته وشي.

ډاکټر قلندر عباد: د افغانستان سرمایې ازادول به د مور او ماشوم روغتيا ته د رسېدنې لپاره خورا ګټور ثابت شي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په قطر هېواد دوحه کې د روغتیايي برخې د مرسته کوونکو سازمانونو په ناسته کې ګډون کړی.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د خپلې وينا پر مهال د روغتیایي سیستم په ریفورم، مشترک نظارت، د روغتیا د برخې په ځان بساینې، د کليو او ولسواليو په کچه د روغتيايي خدمتونو معياري کولو او هر اړخيزو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو څخه يادونه کړې او ټينګار يې کړی، چې په دې ټولو مواردو بايد کار وشي.

ډاکټر قلندر عباد د روغتيا په برخه کې له نړيوالو همکارانو څخه غوښتي، چې د زياتو اداري مصارفو کمولو او د مرستو په سم ډول رسولو باندې بايد لا کار وشي.

نوموړي ویلي، که د زياتو اداري مصارفو مخنيوی وشي د روغتيايي خدمتونو په برخه کې په لګښتونو به خورا مثبت اثر ولري.

سرپرست وزیر همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د کنګل شوې سرمايې او ملکيتونو ازادول به د مور او ماشوم  روغتيا ته د رسېدنې لپاره خورا مؤثر ثابت شي، د افغانستان د روغتيايي سیستم د خپلواکه کیدو، د روغتیایي خدمتونو د پراختيا او معیاري کیدو لپاره يو ستر او مثبت ګام وي، چې بايد نړیوال يې پورته کړي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه خبرې شوي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د کب میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو یو شمېر طرحو په اړه بحث وشو.

دغه غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د جلال آباد ښار حوزوي او د کابل شیخ زاید روغتونونو په انګړونو کې د تصویري تشخیصیه خدماتو او معیاري لابراتواري مرکزونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.

یاده طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید او وړاندې کوونکي شرکت ته سپارښتنه شوې، چې ډیزاین او ساختماني چارې یې د کور او ښار جوړولو وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي.

همدارنګه دغې ناستې ته د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، په نهو ولایتونو کې د ۹ عصري او معیاري مسلخونو جوړولو او د جلال آباد ښار په بزازي څلورلارې کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې سپارل شوي څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.