ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران او افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو د سوداګرۍ کچې د لوړېدو په موخه ناسته وکړه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ایران د کانونو، صنعت او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک د افغانستان او ایران ترمنځ ۱۰ میلیارده ډالرو ته د سوداګرۍ کچې لوړېدو په موخه په کابل کې ناسته وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې کتنه کې د سوداګریزو، ترانزیټي او پانګونې هوکړه‌لیکونو د لاسلیک، د شته خنډونو له‌منځه وړلو لپاره د ترجیحي تعرفو وضعه کولو، په میلک، دوغارون، چابهار او بندر عباس بندرونو کې د شته ستونزو له‌منځه وړلو او یو شمېرو نورو موضوعاتو په تړاو خبرې وشوې.

په دې ناسته کې دغه راز د افغان- ایران نندارتونونو د جوړولو، د افغانستان پنبې د پېرلو، په ابو نصر فراهي بندر کې د برېښنا د ۲۴ ساعته کولو او د کښتیو د کانتیر ظرفیت د تنظیم وړاندیزونه وشول.

په پای کې ایراني پلاوي د شته ستونزو د حل او ۱۰ میلیارده ډالرو ته د سوداګرۍ کچې د لوړېدو په موخه د اړونده موضوعاتو د تعقیب ژمنه وکړه.