د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر اخوند، د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو لوی ریاست مسولینو او نورو لوړ پوړو چارواکو په ملتیا د افغان پلخمري نساجي کارخونې له بیارغوني څخه لیدنه لیدنه کړې.
ملا برادر اخوند د افغان پلخمري نساجي د ماشینرۍ د بیارغونې له پرمختګ څخه د خوښۍ ترڅنګ د دغي کارخونې مسولینو ته د دې دستګاه د بیا جوړولو د بهیر بشپړېدو په اړه لازمي لارښوونې کړي او له هغوی سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې.
د افغان پلخمري نساجي د کارخونې مشرتابه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ژمنه کړې، چې د افغان پلخمري نساجي د کارخونې فعالولو او په چارو کې د پرمختګ په برخه کې به له هیڅ راز هڅو ډډه ونکړي.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت او د مالیې وزارت د رهبرۍ او د دولتي شرکتونو لوی ریاست د هڅو له امله د افغان پلخمري نساجي کارخونې فعالیت بیا پیل شوی، چې اوس مهال بېلابېل ډوله ټوکر تولیدوي او د شاوخوا ۳۵۰ تنو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

