د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني د یو تخنيکي ټيم په ملتيا کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کابل – کندهار لويې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهير څخه له نږدې ليدنه وکړه.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په ياد سفر کې د زابل د ټولګټو رییس مولوي احمد احمدي په ملتیا، د کابل – کندهار لويې لارې اړوند د زابل ولايت د يو شمېر تر کار لاندې پلونو (سنګر مانده، خارجوی، غشي منار دوهم پل او سوخته پل) څخه د ليدنې تر څنګ د خار جوی پل پرانیست او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
همداراز یې قرار دادي شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې د پاتې نورو پُلونو کار هم د سړې هوا تر را رسیدو مخکې بشپړ کړي.
دغه راز د یاد ولایت اړوند د قلات – مقر د ۱۱۲ کیلومتره سړک کار هم جریان لري، چې د ټولګټو وزارت سرپرست یې له کاري بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ د یادې پروژې له کرش پلانټ او کانکريټ پلانټ څخه هم لیدنه وکړه او د پروژې د پلي کوونکي ټیم ترسره شوي کارونه یې ستایلي دي.
سرپرست وزیر د یادې پروژې مسولینو سپارښتنه کړې، ترڅو د دغې پروژې کار د سړې هوا تر رارسیدو مخکې د زاړه نورک پُل، سیمې پورې تکمیل کړي.
د ټولګټو وزارت سرپرست دغه راز د شينکۍ ولسوالۍ له پله څخه هم ليدنه کړې او پلي کوونکو مسولینو ته يې لار ښوونه کړې، چې د ياد پله، پايې او استنادي دېوالونه په چټکۍ سره ورغوي او د پله د کانکریټ اچونې کار چې سړه هوا یې د کار په کیفیت منفي اغېزه کوي د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره کړي.
د دغو پروژو د کار په جریان کې په سلګونه هېواد والو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په پلي کېدو سره به یې د خلکو ټرانسپورټي ستونزې دپخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

