ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1144

ملا عبدالغني برادر اخوند له کجکي بند څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کجکي بند پروژې د مسولینو د ترسره شوو چارو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه ‌والي په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي بللې او په دې برخه کې د رامنځته شویو نوښتونو له امله یې د مسولینو د هڅو قدردانی کړې ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو کمښت له امله د برېښنا تولید کچه هم راټیټه شوې وه، خو سږ کال په هېواد کې د پرېمانه اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.

له دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید کچه لوړه شي.

د یادونې وړ ده، چې د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سېلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند روزګان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه روزګان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو سره د مرستې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.

ملا عبدالغني برادر اخوند روزګان ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له مسولینو، مجاهدینو او اوسیدونکو سره لیدنه کړې او هغوى ته يې د وروستیو سېلابونو له امله د رسېدلو زیانونو له امله د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د یاد ولایت مسولینو ته د کارونو ښه ترسراوي په اړه اړینې سپارښتنې کړې او له دوی یې غوښتي، چې په ډېر صداقت او رښتينولۍ سره د خپلو زیانمنو هېوادوالو خدمت وکړي.

محترم ملا صاحب ویلي: “دا هغه خلک دي چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې هر ډول قربانۍ ورکړې او ډېر تکلیفونه یې ګاللي دي، اوس یې حق دی چې اسلامي امارت د ارام ژوند زمینه ورته برابره کړي.”

نوموړي زیاته کړې؛ که د هېواد په هر ګوټ کې هېوادوال په مشکل کې وي، د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي، چې د دوی حال واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.

د روزګان ولایت اوسېدونکو د اسلامي امارت د ملکي او نظامي مسولینو له چلند څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت مسولینو یې تل د ستونزو پرمهال لاسنیوی کړی دی.

دغه راز دوی زیاته کړې؛ خوشحاله دي چې پر ټول افغانستان بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی او نور د نفرت، قومي تعصب او نفاق لمن له دغه هېواده ټوله شوې ده.

د ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې د څه باندې ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۲ کال د کب مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۱.۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۸۹.۶ ميليون ډالرو ته رسېږي.

حال دا چې د ۱۴۰۱ کال په کب مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۴ میلیون ډالرو ته رسیده.

د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۱ کال د کب مياشتې صادراتو د ۱۴۰۲ کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۳۲.۹ ميليون ډالره زیاتوالی درلود.

له بل لوري د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۹۰.۴ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د ۱۴۰۲ کال په یاده مياشت کې د ۹۹.۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي، حال دا چې د ۱۴۰۱ کال په کب مياشت کې تر ټولو ډېر هغه یې پاکستان، هند او چین هېواد ته وو.

همدارنګه د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې ترټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت: له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره بشپړ چمتووالی لرو


د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو دویمې څپې ته پوره چتوالي لرو.

د یاد وزارت ویاند وايي؛ اسلامي امارت د پاکستان له مرکزي حکومت څخه د راستنېدونکو ټولو کډوالو احصایه غوښتې، چې له مخې به یې دوی ته په کور د ننه خدمات وړاندې شي.

ورته مهال د چارو شنونکي بیا وايي؛ په جبر سره له پاکستان څخه د افغان ګډوالو ایستل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی، چې پاکستاني چارواکي یې د سیاسي ګتو په موخه تر سره کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال په نومبر میاشت کې د پاکستان سرپرست حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لومړی پړاو پیل کړی و، چې ویل کیږي له هغه راهیسې افغانستان ته له نیم میلیون زیات افغانان ستانه کړل شوي دي.

مولوي عبدالکبیر له اروپا مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې؛ د اسلامي امارت په حاکمیت سره د افغانستان د تجزیې پلانونه ناکام شول

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (دوشنبه، د وري ۲۷مه) په خپل کاري دفتر کې داروپا مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو او د ټولنو له مشرانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې له جرمني، برېتانیا، بلجیم، سویډن، اتریش، ترکیې، ناروې او له متحده عربي اماراتو څخه راغلو افغان استازو او د ټولنو مشرانو برخه درلوده او په یادو هېوادونو کې یې د مېشتو افغانانو وړاندیزونه او نظریات له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د راغلو کسانو په استازولۍ ډاکټر خوشال روهي خبرې کړې او ویلي یې دي، چې راغلي کسان په بهر کې ټولنې لري او د ډېرو افغانانو استازولي کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ او لاسته راوړنې لري، چې افغانان او نړیواله ټولنه پرې قانع ده.

د ښاغلي روهي په وینا؛ اوسنی نظام د ګڼ شمېر قربانیو پایله ده، چې باید چاته د حکومت د کمزوري کېدو او تخریب اجازه ورنه کړل شي.

دغه‌راز زیاته کړې یې ده؛ بهر مېشتي افغانان غوره علمي او اقتصادي وړتیاوې لري، چې اسلامي امارت د هېواد په ابادي کې ګټه ترې اخیستی شي.

ډاکټر خوشال روهي د افغانستان اقتصادي او مالي سیاست او هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې افغانستان د قدرت له جزایرو، فساد، نا امنۍ او باجګیرۍ څخه ژغورل شوی دی.

د هغه په وینا؛ په سیمه او نړۍ کې هېڅوک د جګړې طرفداره نه دي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت دې خپله کابینه له سرپرستۍ څخه وباسي او یو دایمي دولت دې رامنځته کړي.

دغه‌راز د افغانستان عیني شرایط او وضعیت یې د پخوا په پرتله غوره ګڼلی او ویلي یې دي، چې په رسنیو کې یې په اړه ناوړه تبلیغات کېږي او ډاډ یې ورکړی، چې دوی به اروپايي هېوادونو ته د افغانستان رښتینی انځور ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اړتیا ده چې په حکومت کې د ټولنې نور اقشار هم ځای او د حکومت اډانه پياوړې شي.

د اروپا مېشتو افغانانو د یاد پلاوي غړې زرکې ملیار هم خبرې کړې او ویلي یې دي؛ خوښ دي چې په افغانستان کې حضور لري او د افغانستان پرمختګونه له نېږدې ګوري.

نوموړې زیاته کړې، چې اوسنی فرصت د افغانستان د ابادۍ او د نظام د استحکام لپاره تاریخي ارزښت لري او اړتیا ده چې له افغانانو او نړیوالو سره د افغانستان اړیکي پياوړې شي.

دغه‌راز اغلې ملیار ویلي، چې دوی به په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان په اړه حقایق وړاندې کړي، د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ به د پل حیثیت ولوبوي او په رسمیت پېژندنې ته به کار وکړي.

دغه پلاوي ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت د مشرانو دریځ به په اروپا کې مېشتو افغانانو ته ورسوي او هغوی به وهڅوي چې خپل هېواد ته سفر وکړي او پرمختګونه له نېږدې وګوري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل ته د دغه پلاوي د راتګ هرکلی کړی او ویلي یې دي؛ هیله من دی چې د افغانستان وضعیت نور هم له نږدې وګوري او مثبت تاثر ترې واخلي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې اسلامي امارت ته له فتحې وروسته فلج افغانستان په میراث پاتې شو، چې اسلامي امارت د هېواد ابادي، د نظام پياوړتیا او فعالول له صفر څخه پیل کړل.

دغه‌راز اکثریت د هغه وخت مسولین وتلي وو او یا د وتلو په حال کې و، چې امیرالمؤمنین حفظه الله عمومي عفوه اعلان کړه او ټولې ادارې بیا ځلې فعالې شوې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت د امنیتي لیکو او ادارو په رهبري کې بدلون راوست خو پخواني امنیتي ځواکونه ټول خپله تللي وو، ځینې چې پاتې وو هغوی اوس هم د پوځ او پولیسو په لیکو کې خدمت کوي او هیچا ته ګواښ متوجه نه دی.

نوموړي زیاته کړې؛ ملت بیا هېڅکله هم واک ته د پخوانیو مفسدو مقاماتو د رسېدو هیله نه لري او نه غواړي چې افغانستان بیا د قدرت په جزیرو او دغصب، فساد او نشه يي توکو په مرکز بدل شي.

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تر عمومي بښنې وروسته خپل اساسي لومړیتوب د اقتصادي ودې او بنسټیزو چارو ترسره کول ټاکلي او په تېرو دوو کلونو کې په اقتصادي پياوړتیا او سوداګریزه برخه کې افغانستان په ښه مسیر روان دی.

د هغه په وینا؛ افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې اشغال، فساد، جګړې او زورواکۍ ځپلی دی، په افغانستان کې د نفاق تخمونه کرل شوی، ورونه قومونه د شخصي ګټو لپاره دښمنۍ ته هڅول شوي او خلک په قوم، ژبې، سمت او مذهب ویشل شوي وو، خو د اسلامي امارت په راتګ سره دا نفاق له منځه تللی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې اوس افغانستان د یو واحد افغان ملت او واحد اسلامي نظام څښتن دی او د افغانستان د تجزیې په اړه جوړ شوي پلانونه او شومې هڅې ناکامې شوې دي.

دغه‌راز اوس په افغانستان کې د ملي یووالي پياوړتیا، په خپلو پښو د ولاړ یو اسلامي او ملي نظام، په هېواد کې د ورورګلوۍ ژوند کولو او په ګډه د هېواد د ابادۍ لپاره ښه زمینه مساعده ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي مشارکت، استقلال او ازادۍ ساتل تضمین شوي او افغانستان د بهتره راتلونکې ته د حرکت په لور ګړندي ګامونه اخلي.

پر دې سربېره د اسلامي امارت لومړیتبو افغانستان کې د دایمي سیاسي او اقتصادي ثبات تامینېدل او د یووالي ټینګښت دی او دوی په دې برخه کې له تېر څخه په درس اخیستلو قدم پورته کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې افغانستان د سیمې د اتصال نقطه ده، سترې سیمه‌ییزې پروژې د افغانستان له حضور پرته نا ممکنه دي او دوی غواړي چې دغه پروژې عملي شي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې تر اوسه لسګونه شرکتونو په افغانستان کې پانګونه کړې او له ډېرو نورو کمپنیو سره هم بحثونه روان دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه‌راز اسلامي امارت د سیمې او نړۍ د نظم او ثبات غوښتونکی دی، زموږ دریځ دا دی، چې موږ د ټولو هېوادونو استقلالیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لرو، زموږ استقلالیت ته هم باید درنښت وشي.

اسلامي امارت هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه چاته ګواښ پېښ کړي.

د دې تر څنګ نن ورځ په ټول افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی، تاسو کولای شي چې د افغانستان هرې سیمې ته له ویرې پرته سفر وکړئ او په اروپا کې مېشت افغانان وهڅوئ چې خپل هېواد ته راشي.

نوموړي د یاد پلاوي د دې وړاندیز هرکلی کړی، چې دوی دافغانستان اسلامي امارت او اروپایی هېوادونو ترمنځ منځګړتوب کوي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکي غواړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (دوشنبه، د وري ۲۷مه) په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي مرتضوي د وروستیو نړیوالو مسایلو په اړه د اسلامي امارت د دریځ او بهرني سیاست د ستاینې تر څنګ د کابل او تهران د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې تهران د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو پلوی نه دی او هڅه کوي څو د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت مثبت تعامل ته لاره هواره کړي.

د نوموړي په وینا؛ ایران هېچا ته د اسلامي امارت پر ضد د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

ښاغلي مرتضوي څرکنده کړې، چې تهران د اسلامي امارت او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو تړونونو پلي کېدو ته د لارې هوارېدو سربېره، له افغانستان سره د اقتصاد، سوداکرۍ او روغتیا په برخه کې همکاریو ته چمتو دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ښه راغلاست ویلو تر څنګ پر اسرائیلو دایران برید له ځان څخه د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع مشروع حق یاد کړی.

نوموړي له افغانانو سره د ایران له مرستو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکي غواړي.

د مخابراتو معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزير کونړ ته سفر وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزير مولوي نجيب الله حقاني تیره ورځ کونړ ته سفر کړی.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د چپې درې، ماڼوګي او وټه پور ولسوالیو له قومي مشرانو سره لیدنه کړې او له اسلامي امارت سره د ولسونو په دوامداره همکاریو یې ټینګار کړی دی.

نوموړي په جوړه شوې ولسي غونډه کې د خلکو ستونزو او وړاندیزونو اوریدو ترڅنګ مجاهدینو ته په ټولو چارو کې د اسلامي شریعت پابندۍ، تقوا، صبر او استقامت ساتلو لارو ښوونې کړې دي.

ښاغلي حقاني ویلي، چې د اسلامي امارت مسولین او عام مجاهدین د هېوادوالو هوساینې او وطن ابادۍ ته ژمن دي او په تیرو دوو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزير زیاته کړې، چې هېواد مو په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی، څنګه چې د سرتاسري امن برخمن یو، د الله ج په فضل به مو هېواد په اقتصادي برخو کې هم پر ځان بسیا او هېوادوال به مو د نورو له احتیاج وژغورل شي.

قومي مشرانو غوښتنه کړې، تر څو د پېج درې عمومي سړک اساسي رغونې سربېره د ولسوالیو په لیرې پرتو سیمو کې مخابراتي اسانتياوې رامنځته او ټولګټې پروژې پلې شي.

پر اسرائیلو د غزې د جګړې ناوړه پایلې؛ ۱۰ زره اسرائیلي عسکر له رواني ستونزو سره مخ شوي

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر اساس، پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو پيل اسرائیلو ته ناوړه پایلې لرلې دي.

د عبراني ۱۲ چینل د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم اشغالګرو عسکرو اعتراف کړی، چې پر غزه د بریدونو له پيل راهیسې یې ۱۰ زره عسکر له رواني ستونزو سره مخ شوي.

د یاد چینل د راپور پر اساس، شاوخوا ۲۰ عسکر یې د خپلو ملګرو له لوري په نښه او وژل شوي دي.

یادې رسنۍ داسې مهال د صهیونیستي اشغالګرو عسکرو له رواني ماتې پرده پورته کړې، چې څو ورځې وړاندې اسرائیلو خپل عسکر د غزې په جنوب کې له ستر ښار خان یونس څخه ایستلي دي.