ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1153

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال بغلان کې نږدې ۱۴۴ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د بغلان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول نیږدې ۱۴۴ زره کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۱۱ زره او ۴۳۳ الکترونيکي او ۳۲ زره او ۴۷۸ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس ګل الرحمن رحماني ویلي؛ هره ورځ لږ تر لږه ۸۰۰ کسان د الکترونيکي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

ښاغلي رحماني زیاته کړې؛ له ډنډ غوري ولسوالۍ پرته چې نوې تشکېل شوې ده، د مرکز په ګډون د دې ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې څه باندې یو زر او ۲۸۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او نږدې ۲۱ زره ډېرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۸ زره او ۵۹۸ زېږون کارتونه، یو زرو او ۲۲۸ تنو ته د مړینې پارچې او یو زرو او ۳۳۵ د واده ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د بغلان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د الکترونیکي تذکرو دوې وېش څانګې فعالې دي چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د نوموړي په وینا؛ لومړۍ وېش څانګه کې چې په پلخمري ښار کې موقعیت لري، غوښتونکو ته د نویو تذکرو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د زېږونونو او ودونو ثبت، د مثنی تذکرې اخیستل او عکس نوي کول) هم وړاندې کېږي.

همدارنګه یادې ادارې د کاغذي او الکترونيکي پېژندپاڼو او د ژوند پېښو د ثبت خدمتونو له لارې تېر کال نږدې ۴۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

د افغانستان او اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ مسولینو لیدنه؛ د دوه اړخيزو ریلي همکاريو په پراختيا خبرې شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د اوزبیکستان هېواد د ریل پټلۍ ادارې له مرستيال او مل پلاوي سره په لیدنه کې د دوه اړخيزو ریلي همکاريو د پراختيا په اړه خبرې کړي.

په ليدنه کې د افغانستان له لورې د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ریيس ملا بخت الرحمن شرافت، مالي او اداري مرستيال سيد محمد نعيم محمدي، تخنيکي مرستيال ديپلوم انجنير عبدالباري صديقي او د اوزبیکستان له لورې د دې هېواد د ریل پټلۍ ادارې مرستيال حکمت الله رحمت اوف او د پروژې جوړونې رییس اميدالله ايرګشوف ګډون درلود.

 ملا بخت الرحمن شرافت ویلي؛ خوښ يو، چې افغانستان د يو ښه ګاونډي په توګه د اوزبیکستان سره دوه اړخيزه ریلي همکارۍ لري‌.

 د اوزبیکستان هېواد د ریل پټلۍ ادارې مرستيال ویلي؛ هېواد يې غواړي د افغان ټرانس په څېر د سترو ریلي پروژو په پلي کېدو کې خپله ځانګړې ونډه واخلي.

نوموړي زياته کړې، د دې ترڅنګ اوزبیکستان غواړي د ریلي تعرفو په ۵۰ سلنه کمښت سره د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات زيات او ټرانزیټي بهير ته وده ورکړي.

 اوزبیکستاني پلاوي ژمنه کړې؛ چې د حيرتان-مزارشريف مسیر په نايب اباد سټيشن کې به د تازه ميوو او سبزيجاتو لپاره د تخليې او بارګيرۍ په موخه مجهز ساتنځای هم جوړ کړي، ترڅو د افغانستان تازه مېوه او سبزيجات له ځنډ او خرابوالي پرته منځنۍ اسيا، اروپا او بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.

خوست کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال د جوړولو او سربند د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د یو زر او ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د سوري پان کانال، د ۵۱ ورخونو، یو شمیر پلچکونو د جوړولو او د سوري پان سربند د بیارغولو چارې د ۱۶ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت بشپړې شوي.

یادې پروژې د شمل خرم خوست سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي عبدالقیوم ثابت، د ولایت مقام استازي، د کرنې او مالدارۍ رییس، د اړیکو دفتر رییس او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دا پروژې د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د اتو میاشتو په موده کې پلې شوې، چې پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د مسولینو په وینا، یاد کانال د ۶۸۸ هکتاره ځمکې د خړوبېدو ظرفیت لري.

د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه نیږدې زر تنه ځوان منسوبین فارغ شوي

د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د بیلا بیلو قطعاتو او جزوتامونو ۹۸۵ تنه ځوان منسوبین له څلور میاشتنیو عقیدوي، پوځي او مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته  فارغ شوي دي.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د تعلیماتو او پرسونل مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي، د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله مدني، ګڼ شمېر رییسانو، مسولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

یادو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس ویلي؛ د ویاړ ځای دی چې اوس د هېوادوالو د زورونې پرځای، د هېواد او ملت ساتنې لپاره منسوبین روزل کیږي او په افغاني غرور خپله ازادي ساتي.

له دې ډلې ۳۵۰ تنه فارغین د پنجشېر او بغلان ولایتونو څخه جذب شوي وو.

یادو فارغینو د هېواد په هره سېمه کې د هېوادوالو خدمت ته لیوالتیا ښودلې.

ملا محمد یونس اخوندزاده افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره لیدنه کې؛ پراختیايي پروژو ته باید لومړیتوب ورکړل شي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا راتوتي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال د خپلو فعالیتونو په اړه سرپرست وزیر ته معلومات ورکړي او ويلي يي دي؛ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یو مهم او سکتوري وزارت دی، چې په کلیوالې سیمو کې د پروژو پلې کولو کې مهم رول لري او غواړو چې د بشرې مرستو څخه د پراختیایې پروژو د پلي کېدو په لور روان شو.

راتوتي د مهمو پروژو په ځانګړي ډول د واش په برخه کې د وزارت له همکاریو څخه مننه کړې او زیاته کړې يي ده، موږ پلان لرو ترڅو د اوبو رسولو په برخه کې د دغه وزارت سره لا زیات کار وکړو.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ویلي، د پراختیایې پروژو پلې کول یو مهم او اړین ګام دی او باید تر بشري مرستو بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.

ملا محمد یونس اخوندزاده د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړې؛ زموږ مسولیت دا دی، څو د خلکو د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره پروژې په روڼ ډول او ښه کیفیت ترسره شې، ترڅو هېوادوالو ته یې تلپاتې ګټه ورسیږي.

همداراز دواړو لورو پر دوامدارو همکاریو ټینګار کړی دی.

د کرنې سرپرست وزیر او د ډاکټر فقیر محمد زیار لیدنه؛ د اطلاعاتو د پیاوړتیا په موخه په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له رییس ډاکټر فقیر محمد زیار او د دې ادارې له یو شمېر مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ په پياوړتيا او د همکاريو په پراختيا، د کرنيزو معلوماتو او احصايې او د دواړو ادارو ترمنځ د جغرافيايي معلوماتو د شريکولو په اړه خبرې شوي دي.

د کرنې سرپرست وزیر د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مسولینو سره یې په بېلابېلو برخو کې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی.

د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې رييس او مسولينو د اطلاعاتو د راټولولو او له اطلاعاتو څخه د ګټورې استفادې په برخه کې همغږي مهمه بللې او د دواړو ادارو ترمنځ يې د همکاريو په پراختیا ټینګار کړی.

د سياسي کمېسیون غونډه؛ په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت په لا پرمختګ خبرې شوي

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ سیاسي کمېسیون غونډه کړې.

په دې غونډه کې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د وروستیو اړیکو تر ارزونې وروسته په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت د لا پرمختګ په اړه خبرې شوي دي.

دغه راز په یاده غوڼده کې د یو شمېر سیاسي مسايلو د حل په موخه پر ګډو هڅو ټینګار شوی او له سیمې او نړۍ سره د متوازن سیاست پر بنسټ د اسلامي امارت د رغنده او مثبتو اړیکې یادونه شوې.

د سیاسي کمېسیون غړو د یو لړ موضوعاتو په اړه د پرېکړو سربیره د راتلونکو ناستو اجنډا هم وړاندې کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د تاریخي اثارو خوندیتوب ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون یکشنبه د قرآن عظيم الشان خطي نسخو د نمايش په مراسمو کې، چې د قرانکريم د نزول په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري جوړ شوي وو، ګډون او وينا وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ ملي ارشيف د افغانستان د تاريخي اثارو او اسنادو يوه مهمه خزانه او ذخیره ده، چې له جملې یې د قرانکريم هغه نسخه هم پکې موجوده ده، چې د مسلمانانو د درېيم خليفه حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه د خلافت پر مهال د حضرت علي کرم الله وجه له لوري ليکل شوې اودا د افغانستان د مسلمان او شريف امت لپاره لوی وياړ دی.

همداراز په ملي ارشيف کې د حافظ ديوان، د رحمان بابا ديوان، د بېدل کليات او د امير الکلام امير علي شېر نوايي مثنوي، تاريخي مجلې، ګڼ فرمانونه چې د تاريخ په مختلفو دورو کې د افغانستان د حاکمانو له لوري ليکل شوي يا صادر شوي دي موجود دي، نو له همدې امله ملي ارشيف د افغانستان د تاريخي اثارو يوه ارزښتناکه خزانه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ مکلفيت دا دی چې د خپلو تاریخي اثارو ساتنه او د قاچاق او له منځه تللو مخنيوی يې وکړو، ترڅو د افغانستان راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي او هغوی صحيح ګټه ترې واخلي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په دې برخه کې د رسنيو رول ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان د رسنيو رول هم مهم دی، ترڅو په ملي ارشيف کې موجود اثار افغان ملت ته ورسوي او په ځانګړي ډول د هېواد ځوان قشر یې په ارزښت پوه او سمه ګټه ترې واخلي.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د افغانستان د تاريخي اثارو ساتنې ته ژمن دی او هڅه کوي په سمه توګه یې ساتنه وکړي.

دغه‌راز له علمي مرکزونو، پوهنتونونو او څېړونکو يې غوښتي، چې له یادو اثارو څخه استفاده وکړي او راتلونکو نسلونو ته يې ولېږدوي.

ملي ارشيف کې د قرانکریم د خطي نسخو نندارتون پرانیستل شو

پرون يکشنبه(۲۱ د رمضان ۱۴۴۵) ملي ارشيف کې د قرانکریم د خطي نسخو پینځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د پرانيستې په مراسمو کې د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستيال مولوي عتیق اللّٰه عزيزي، د چارو ادارې فرهنګي رییس مولوي محمد اسحق اخندزاده، ګڼ شمېر نورو دولتي چارواکو، اديبانو او د رسنيو استازو ګډون درلود.

په یادو مراسمو کې د ملي ارشيف ریيس حافظ نعمت اللّٰه منتظر د ملي ارشيف لنډه تاريخچه بيان کړه.

د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د ملي ارشيف له لوري د قرانکريم خطي نسخو نندارتون جوړول د ستاينې وړ کار دی.

نوموړي زیاته کړې؛ ملي ارشيف د ټولو هېوادوالو شريکه پانګه ده، چې اوس‌مهال ۲۰۰ زره کتابونه، مجلې، فرمانونه او ګڼ شمېر نور ليکلي تاريخي اثار لري.

دغه‌راز د وياړ خبره داده، چې په ملي ارشيف کې د حضرت عثمان رض تعالي عنه د وخت قرانکريم، چې د حضرت علي کرم اللّٰه وجهه په لاس ليکل شوی، موجود دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستيال مولوي عتیق اللّٰه عزيزي ویلي، چې د ملي ارشيف ټول اثار تاریخي ارزښت لري، د ارشيف تعمیر ۱۵۰ کاله لرغونی تاریخ لري او د افغانستان ملي ارشيف په سيمه کې بې‌ساري ارشيف دی.

ښاغلي عزيزي د رياست الوزرا اداري مرستیال څخه غوښتنه کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوندو ارګانونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په ځانګړي ډول ملي ارشيف او ملي موزیم ته، ځکه یاد وزارت په مستقيم ډول په ولسونو پورې اړه لري، د ملي ارشيف او ملي موزيم ودانۍ رغونې ته اړتيا لري، د اثارو د خونديتوب لپاره اړینې بوديجې ته اړتيا ده، چې بايد پاملرنه ورته وشي.

یاد نندارتون د چارواکو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل شو.

“هڅه کوو چې د راتلونکي کال حج لپاره د افغان حاجیانو سهمیه نوره هم زیاته کړو”

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رييس مولوي عطاءالله خادم له ملي تلویزيون سره په مرکه کې ویلي؛ که څه هم چې د حج سهمیه د هېوادونو د ثبت شويو نفوسو پر بنسټ ورکول کېږي، خو هڅه کوو د افغان حاجيانو سهمیه راتلونکی کال ته نوره هم زیاته کړو.

ښاغلي خادم زیاته کړې، چې سږ کال یې د افغان حاجیانو د لارښوونې لپاره ۶۵۲ ښوونکي ګومارلي او حاجیانو ته یې د ځای، خوړو، ترانسپورټ او روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د نوموړي په وینا؛ د حج سهمیه د حج او اوقافو وزارت د میکانیزم پر بنسټ د هېواد ټولو برخو ته په مساوي ډول وېشل شوې ده.

دغه‌راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد ټولو جوماتونو ته د اذان وختونه روښانه کړي، چې له دې پریکړې څخه اهل تشیع وګړي مستثنا دي.