ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1156

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۸/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۹/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۱۱۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹) تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۶) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۹) تنه غریبکار او (۱۰) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۹) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۱۶۲) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۵) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۸) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸) کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۷) تنه غریبکار او (۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۰) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۲۱) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۱۰۴۵) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲) کورنیو سره چې د غړو شمیر یې (۶۰) تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې مجموعاً (۱۲۰) زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۳۴) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۹۴) تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۵) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۶۴) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۳۶) تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې (۳۱) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۲) را ستنې شوې کورنۍ سره (۴۰۸۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۱۷) کورنۍ (۳۷۹) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۵) کورنۍ (۲۹) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۷۶) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۷۹) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۸۶) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

اسلامي امارت په اشغالي فلسطین کې د اسرائیلو له لوري د نویو ښارګوټو جوړول په کلکو ټکو وغندل

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي رژیم له لوري د اشغالي فلسطین اغوار (اردن رود) سیمه کې د ځمکو غصب او د نویو ښارګوټو جوړول په کلکو ټکو غندي.

یاد وزارت وايي؛ د صهیونیستي رژیم وروستۍ کړنې ښيي، چې اسرائیل نړیوالو او په ځانګړي ډول بشرپاله قوانینو ته ژمن نه دي او د داسې یو اړخیزه اقداماتو دوام او د فلسطینیانو د حقونو له پامه غورځول به حالات نور هم خراب کړي.

د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالو او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غواړي، چې د فلسطین مظلومو خلکو د ملاتړ په موخه خپل قانوني، اخلاقي او انساني مسولیت ادا او په اشغال شویو سیمو کې د ناقانونه ښارګوټو او مېشت ځایونو د پراخېدو مخنیوی وکړي.

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو قرارداد لاسلیک شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو قرارداد پرون د ۱۴۰۳ لمریز کال وري(حمل) میاشتې په ۹مه نېټه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او ګاما ګروپ شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې دویمه برخه ۴۷ کیلو متره اوږدوالی لري، چې ټول لګښت یې ۵۳ میلیون ډالرو ته رسېږي.

ټاکل شوې چې د دې پروژې چارې به د شاوخوا دوو کلونو په جریان کې په معیاري ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ لویې پروژې وروستۍ برخه ده، چې له رباط پریان څخه پيل د هرات نړیوال هوايي ډګر او صنعتي ښارګوټي ته رسیږي.

د دې برخې په بشپړېدو سره به د هرات-خواف د سیمه‌ییز اتصال پروژه افغانستان د ایران له مهمو سمندري بندرونو سره وصل کړي او د ترکیې هېواد د اوسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته لار ومومي.

پر دې سربېره به د افغانستان له خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې لوړېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه پروژې په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.

فوټسال؛ افغان فوټسال ملي لوبډلې مالیزیا ته ماتې ورکړه

د ټایلینډ څلور اړخیزو فوټسال سیالیو په لړ کې نن د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د درېیم مقام ترلاسه کولو لپاره د خپلې سیالې مالیزیایي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې وه.

افغان لوبډله په یاده سیالۍ کې وتوانېده، چې مالیزیا لوبډلې ته ۳ – ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړي او په دې سیالیو کې درېیم مقام خپل کړي.

د دې سیالیو پایلوبه به نن ماښام د اسټرالیا او کوربه ټایلینډ ترمنځ ترسره شي.

شیخ شهاب الدین دلاور د ترکمنستان سفیر سره په لیدنه کې؛ هڅه کوو چې د ټاپي پروژې عملي چارې ژر تر ژره پیل شي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې د پرمختګونو، مهمو او بنسټیزو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.

 د ټاپي پروژې رییس د یاد وزارت له مشر تابه سره په لیدنې خوښي څرګنده کړې او د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او په نږدې راتلونکې کې د یادې پروژې د عملي کار پیل پر څرنګوالي باندې خبرې کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې د پرمختګ اونهايي کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ د دې پروژې کار په چټکۍ سره پر مخ روان دی او هڅه کوو، چې پاتې چارې ژر بشپړې شي ترڅو د دې مهمې او بنیادي پروژې عملي چاري ژر تر ژره پیل شي.

دغه راز شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک او د ګازو د نل لیکې د لارې د چاپېریال په پام کې نیولو سره ویلي؛ د ګازو د نل لیکې د لیږد چارې باید د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ ترسره شي، چې چاپيريال ته زيان ونه رسيږي او همدا راز دې د چاپيريال ټول مسايل په پام کې ونيول شي.

 د ترکمنستان سفير هم ترکمنستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د دغه سفر په ترڅ کې په ترکمنستان کې د افغاني محصولاتو يو نندارتون جوړشوى و، چې د مرمر په ګډون د افغانستان معدني محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي و.

په پام کې ده، چې د ترکمنستان یو پلاوی هم په نږدې راتلونکې کې هرات ولایت ته ولاړ شي او د مرمر ډبرو د پېرلو لپاره د هرات ولایت د مرمر ډبرو سوداګرو سره وګوري.

مولوي عتیق الله عزیزي: د اسلامي امارت په راتګ سره د تاریخي اثارو قاچاق مخه نیول شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د یونسکو فرهنګي ادارې له مشر برانډن او د دې موسسې له نوي ټاکل شوي بهرني متخصیصونو سره لیدنه کړې.
په لیدنه کې د هنر او کلتور مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې او همدا علت دی، چې په ملي موزیم کې نور د اثارو د خوندیتوپ لپاره ځای نه لرو.
نوموړي زیاته کړې، چې په ولایتونو کې د اثارو د خوندیتوب لپاره ودانۍ او مسلکي موزیمونه نلرو ډېری وخت اړ کېږو، چې په ولایتونو کې ترلاسه شوي اثار مرکز ته وليږو.
ښاغلي عزیزي د یونسکو مشر ته د ملي موزیم د ودانې سربېره د هېواد هغه تاریخي او کلتوري سیمې په ګوته کړي، چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او د ساتنې لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې.
دغه راز د یونسکو مشر برانډن ویلي، د بامیانو ستراتېژک پلان د عملي کېدو لپاره د ضهاک، غلغله، کړک او ډېرو سیمو سروې پای ته رسېدلې او د غور جام منار لپاره به ډیر ژر د ساتنې ترڅنګ به د مېلمستون او کېبلې برج چارې به پیل کړو.
مولوي عتیق الله عزیزي د یونیسکو مشر د پکتیا او غزني بالاحصارونه چې مخینه یې له سوونو کلونو اوړي حالت یې د اندېښنې وړ دی په اړه يې د لازمې پاملرنې غوښته کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند: ۱۴۰۲ کال د هېواد په زیاتره ولایتونو کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دې وزارت یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

ښاغلي قانع وايي، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال د هېواد په زیاتره ولایتونو کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او هېڅ ډول د امنیت ضد تحرکات ندي لیدل شوي، چې دا حالت له امنیتي اړخه، د وروستیو څو لسیزو په پرتله بې سابقې دی.

نوموړی زیاتوي: “په وروستیو شپږ میاشتو کې ۸۷۴۷ جرمي پېښې ثبت شوي، چې له دې جملې ۷۲۳۳ پېښې کشف او ۱۵۲۵ نورې تر تعقیب لاندې دي.

دغه راز ۱۲ زره او ۵۴۰ شکمن د جنایي پېښو او ۱۷۲ تنه د اختطاف په تړاو نیول شوي، ۲۱ تنه اختطاف کوونکي وژل شوي او ۱۸ تنه د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي.”

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا؛ په جرمي قضیو کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ۳ زره او ۸۷۰ میله سپکې او ۷۱ میله درنې وسلې، ۸۷۵ کړۍ ماینونه، ۶۹۹ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۵۸ زره فیره مرمۍ، ۱۱۷۷ پایې مخابروي وسایل او ۳۳۳ عرادې نقلیه وسایط ترلاسه شوي دي.

دغه‌راز په تېرو شپږو میاشتو کې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په ۱۵۵۴۹ عملیاتو کې ۵۶۶۳ تنه شکمن کسان نیول شوي او ۱۷۸ ټنه نشه یي توکي ترلاسه شوي. د نشه یي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه تللي او ۱۹ زره روږدي کسان د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته معرفي شوي دي.

مفتي عبدالمتین قانع په یاد خبري کنفرانس کې ویلي، چې په وروستیو شپږ میاشتو کې ۱۹ زره او ۴۰۰ پولیس له تعلیمي مرکزونو فارغ شوي، ۲۴ تنه محصلین په روسیه کې د تحصیلي دورې تر بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شوي، ۱۹۰۶ تنه د پولیسو اکادمۍ په بېلابېلو مقاطعو او ۲۹ زره نور د هېواد په کچه په زده کړو بوخت دي.

ښاغلي قانع زیاته کړې، چې وروستیو شپږو میاشتو کې په ورځني ډول له ۶ زره څخه ۱۰ زره ټوکه ته د پاسپورټ وېش لوړول او متقاضیانو ته د ۸۳۷ زره پاسپورټونو وېش د پاسپورټ د وېش په برخه کې د کورنیو چارو وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

د کرنې وزارت مسولینو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسولینو د دې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر او د بوټوساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم په شتون کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خورم اغا په مشرۍ له پاکستان څخه راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد په پینځه ډوله مېوو باندې د پاکستان د ترجعي تعرفې، په پاکستان کې د افغانستان د صادراتي پنبې د بیا فومګېشن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین د سندونو په اړه بحث او خبرې شوي دي.

د کرنې وزارت مسولینو د افغانستان پر پینځه ډوله مېوو (بادام، انار، انګور، ممیزو، زردالو او مڼو) د پاکستان د تعرفې د کمولو په اړه خپلې غوښتنې د پاکستان د پلاوي سره شریکې کړي او غوښتنه یې کړې، چې دغه تعرفې صفر ته راټیټه او یایې کچه کمه کړي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغاني پنبې د نه فوموګېشن موضوع هم د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې وزارت د مسولینو له خوا د پاکستان له پلاوي سره مطرح شوې.

د کرنې وزارت د قرنطین د څانګې د مسولینو په وینا؛ له نړۍوالو معیارونو سره سم، په کمه موده کې د پنبې او نورو کرنیزو محصولاتو بیاځلې فوموګېشن کول د یادو توکو د زیانمنېدو لامل کېږي.

ټاکل شوې، چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به د دواړو هېوادونو د قرنطین څانګو مسولین د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین د ستونزو د حل په موخه آنلاین غونډه وکړي.

پر رفح ښار د صهیونیستي رژیم هوايي برید؛ د یوې کورنۍ ۱۱ کسان شهیدان شوي

صهیونیستي رژیم پرون چهارشنبه په رفح ښار کې په څلورو کورنو هوايی برید کړی.

د غزې روغتیايي مسولین وايي، چې له دې بریدونو څخه په یوه کې د یوې کورنۍ ۱۱ کسان شهیدان شوي دي.

دغه‌راز د فلسطین عامې روغتیا وزارت پرون چهار شنبه اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطینیانو په کورنو ۸ بریدونه شوي. په دې بریدونو کې ۷۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۲ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۲ زره او ۴۹۰ فلسطینیان شهیدان او ۷۴ زره او ۸۸۹ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت په وینا؛ په زیاته کچه قربانیان بې‌کوره او په سړکونو شپې سبا کوي، چې رسیدنه ورته ستونزمنه ده.

د دې تر څنګ یونیسف پر غزه د صیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې د ۱۳ زره او ۷۵۰ ماشومانو شهادت تایید کړی.

یونیسف وايي، چې غزه کې د اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرېکړې وروسته هم ۱۰ ماشومان په شهادت رسېدلي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۷/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۸/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د تورخم له لارې ۱۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۹۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۲۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په ‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کارموندنې کمېټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه تنه لیسانس ، یو تن دیني عالم، دوه تنه غریبکار او ۱۱ تنه حرفه‌ يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۲۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام،کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل او انځرګي کمپونو کې له اتو کورنیو سره ټولې ۷۲ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
خوړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۱۰۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۱۰۱ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۷۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن دیني عالم، څلور تنه غریبکار او دوه تنه حرفه ‌يي او مسلکي کسان چې ټول اووه تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۲۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۲۱ زره ۷۲ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۴۵ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۰ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام،کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوي.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د اسلام کلا له لارې ۶۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۶ را ستنې شوې کورنۍ سره ۴۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۱۳ کورنۍ ۴۰۲ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۶ کورنۍ ۲۹ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۸۵ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۳۱ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۷۳ عدده