ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1157

کرېکټ؛ راتلونکې میاشت د قوش تېپې ملي شل اوریز جام سیالۍ ترسره کېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه په پام کې لري، چې د راتلونکې اپریل میاشتې له ۱۶مې نېټې تر ۲۷مې نېټې پورې په کندهار ولایت کې د قوش تېپې تر نوم لاندې لومړی پړاو ملي شل اوریزې سیالۍ (قوش تېپه ملي شل اوریز جام) ترسره کړي، چې موخه یې د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې بشپړ چمتووالی او دغه راز د کورني کرېکټ او ملي لوبډلې ترمنځ د تجربو شریکول دي.

یادې سیالۍ د کورني کرېکټ څانګې له لوري د کال په پیل کې د نورو ټورنمنټونو او لوبلړیو ترڅنګ د سږ کال لپاره پلان شوې، ترڅو له پلان سره سم د اګست او سپټمبر میاشتو کې ترسره شي، خو راتلونکي نړیوال جام ته په پام سره د ادارې د مشرتابه له لوري غوره ګڼل شوې، چې د لوبغاړو د بشپړ او غوره چمتووالي په موخه دغه لوبې په اپریل میاشت کې ترسره شي.

کرېکټ بورډ دغه راز په پام کې درلوده، چې د امکان په صورت کې شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ ترسره کړي، خو له هر اړخیزو څېړنو وروسته جوته شوه چې په دومره کمه موده کې د شپږیزې کرېکټ لیګ ترسراوی ممکن نه دی.

دغه راز د پېژندل شویو پروډکشن کمپنیو نه چمتووالی او لوجیستیکي خنډونه هغه موارد وو، چې په یاده نېټه یې د نهم پړاو شپږیزې د ترسراوي امکان لا ډېر کم کړ؛ نو غوره وبلل شوه چې د کلني پلان پر بنسټ شپږیزه کرېکټ لیګ په خپله ټاکل شوې موده (اګست میاشت) کې ترسره شي.

باید وویل شي، چې د قوش تېپې په دغو سترو سیالیو کې به د زونونو په کچه پینځه لوبډلې شتون ولري چې په لړ کې به یې هره لوبډله له سیالې لوبډلې سره دوه ځلې مخ شي او ټولټال به د پایلوبې په ګډون ۲۱ لوبې ترسره کړي چې لس ورځې به هره ورځ دوه لوبې او دولسمه ورځ به له یوې ورځې وقفې وروسته بیا پای لوبه ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی ویلي؛ د قوش تېپې جام ملي شل اوریزې سیالۍ د لومړي ځل لپاره د کورني کرېکټ د سیالیو او ټورنمنټونو کلني پلان ته اضافه شوې دي، چې له شک پرته د لوبغاړو په لا ډېر غوره چمتووالي او تجربې شریکولو کې به رغنده او اغېزناک رول ولوبوي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې؛ په یادو سترو سیالیو کې د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړي ګډون لري، چې له ګټې یې دواړه لوري برخمن کېږي، یوه ګټه یې دا ده چې دغه سیالۍ د راتلونکي نړیوال جام سیالیو لپاره یو غوره چمتووالی دی لکه څرنګه مو چې تېر کال له نړیوال جام وړاندې زرغون جام سیالۍ هم کړې وې او ډېر مؤثریت یې درلود او دویمه ګټه یې دا ده، چې د ملي او کورني کرېکټ لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکولو لپاره یو ښه فرصت دی.

د یادونې وړ ده، چې د کورني کرېکټ د پلان پر بنسټ به له دې وروسته په ترتیب سره د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ، غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ، شپږیزه کرېکټ لیګ او زرغون افغانستان جام سیالۍ هم یو په بل پسې ترسره شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر او د اوچا دفتر د مسولینو لیدنه؛ په دوه اړخیزه روغتیايي همکاریو ټینګار شوی

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد د افغانستان لپاره د اوچا دفتر مشرې ازابیل مورسادکارلسن، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر جمشېد، د بشري او پرمختیايي ټولنې مشر ادریکا راتوت او د اندریکا د دفتر رییس فادې المیوچي سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د روږدو ناروغانو د درملنې، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د یادو موسسو له لوري په ترسره شويو کړنو، د روغتیا په برخه کې د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کېدو او ګنو نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي؛ د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول زموږ د لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوو ترڅو د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو په ګډه همکارۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کړو، ترڅو هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.
ډاکټر قلندر عباد له اړوند مسولینو غوښتي؛ چې په دې برخه کې خپلې کړنې او خدمتونه لا پیاوړي کړي، تر څو په معیاري ډول هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې له بيلا بيلو لارو هڅې کوو، ترڅو د ظرفيت لوړونې لپاره یې زمينه برابره کړو.
همداراز په دې لیدنه کې د استازو له لوري د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی.

کابل ښاروالي: روان کال د نورو پراختیايي پروژو تر څنګ کابل ښار کې د ۷ مهمو سړکونو جوړولو پلان لرو

کابل ښاروالي وايي، چې روان کال د نورو پراختیايي پروژو تر څنګ کابل ښار کې د ۷ مهمو سړکونو جوړولو پلان لري. له یادو پروژو څخه د ځینو چارې پيل شوې او په یوه کال کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا په موخه د پروژو پلي کولو په دوام په دې وروستیو کې د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې د کابل-جلال‌اباد لویې لارې تر کمرګ سیمې د نوي سړک جوړولو لومړنۍ چارې پيل کړې دي.

مسولین وايي، چې د دې سړک جوړلو پر وړاندې د موانعو لرې کولو او پر دې لاره د ۵۰۱ استملاک شویو ملکیتونو څښتنانو ته د حقونو ورکړې بهیر یې پیل کړی دی.

ورته مهال یادې ادارې د کابل دریمې ناحیې اړوند دهمزنګ-کوټه‌سنګي ترمنځ د سړک پراختیا په موخه پر دې لاره د خنډونو لرې کولو چارې پیل کړې او وايي، چې پر دې لاره ۵۵ ملکیتونه استملاک شوي، چې د قانون له مخې به یې بدیل ورکړل شي.

کابل ښاریان د ورته پروژو له پلي کېدو خوښ دي او وایي، چې دا ډول پروژې د ښاري نظم ترڅنګ د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوی په برخه کې مهم رول لوبولای شي.

د کابل ښاروالۍ د مسولینو په وینا؛ د یادو پروژو ترڅنګ د خیرخانې کوتل د دوهم سړک جوړېدو په ګډون د ۷ مهمو سړکونو جوړول جریان لري، چې د موانعو لرې کول یې په لمړیتوبونو کې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس سره د افغانستان روغتیايي وضعیت په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس ډاکتر تدروس ادهانم ګبریس او سیمه ییزې مشرې اغلې حنان بلخي سره په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد هم شتون درلود د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

په دې ویډیو کنفرانس کې لومړی د روغتیا نړیوال سازمان رییس له دې سازمان سره د اسلامي امارت د هراړخېزو همکاریو مننه کړې.

نوموړي ویلي؛ پولیو ناروغي د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ دی، چې له نېکه مرغه په افغانستان کې یې تر ډېره حده ریښې له منځه وړل شوي.

ډاکتر تدروس زیاته کړې؛ نړیوال روغتیایي سازمان په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د خپلو فعالیتونو د ادامې غوښتونکی دی، چې د دې لپاره له یاد سازمان سره د اسلامي امارت د هراړخېزې همکارۍ اړتیا ده.

د روغتیا نړیوال سازمان منطقوي مشرې په بېلابېلو برخو کې د دې سازمان د همکارۍ له هغې جملې د پولیو ناروغۍ د تشخیص د لابراتوارونو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د روغتیا سکتور د متخصصینو لپاره د فیلوشیپ د زمینې برابرولو یادونه کړې او ویلي یې دي، د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي مرکزونو د پیاوړتیا په برخه کې هم کوښښ کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان مسولینو سره په خبرو کولو د خوښي څرګندولو ترڅنګ له افغانانو سره د یاد سازمان د دوامدارو همکاریو قدردانی کړی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته سراسري امنیت ټینګ شوی، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی، اداري فساد په بشپړه توګه له منځه تللی، روږدي راټول شوي او همدارنګه د پرلپسې واکسینونو له لارې د تخنیکي ټیمونو په وسیله د ماشومانو ګوزڼ او پولیو ناروغۍ د افغانستان له ټولو سیمو څخه پاکې شوي چې دا د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه دي.

نوموړي په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونو څخه په مننې د دې سازمان مسولینو څخه غوښتي، چې د روغتیا سیستم د پیاوړتیا، مجهزو لابراتوارونو د نصب، د هېواد په لیرې سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د رامنځته کولو، د روغتیا برخې د متخصصینو د مسلکي ظرفیت لوړولو او په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې مجهز روغتون جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

د زندانونو چارو سمون ادارې ویاند: زندانیانو ته د دیني او عصري زده‌کړو تر څنګ د بېلا بېلو حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې

د زندانونو چارو سمون ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ اوسمهال د هېواد په کچه شاوخوا ۱۳ زره کسان، چې بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي، بندیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې زندانونو کې یې محبوسینو ته د دیني او عصري زده کړو ترڅنګ، د بېلابېلو حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې.

دغه‌راز زندانیانو ته د موبایل جوړونې، بوټ ګنډنې، برقي وسایلو جوړولو، نلدوانۍ، خیاطۍ، فلزکارۍ، رنګمالۍ، کېک او کلچو پخولو زمنیه برابره شوې او له دې لارې عاید تر لاسه کوي.

د زندانونو چارو سمون ادارې د ویاند په وینا؛ ټول امنیتي، کشفي او اوپراتیفي پرسونل یې پر منظم ځانګړي نظامي یونیفورم سمبال، کاري وړتیاوې یې لوړې شوې او له اړوندو ادارو سره په بشپړه همغږي چارې پر مخ وړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د ناروې له سفير پاول کلومن بیکین او ورسره مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ناروې سفير د افغانستان او ناروې اوږدو اړیکو ته په اشارې سره ویلي، هېواد یې له اسلامي امارت سره ښې او اوږدې اړیکې لري.

پاول کلومن بیکین د کندهار وروستۍ پېښه غندلې او د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي. نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د داعش په ګډون د یو شمېر ډلو په ځپل کېدو سره هغوی پخوانی ځواک له لاسه ورکړی دی.

 ښاغلی بیکین له پاکستان څخه د افغانانو ویستل د اندېښنې وړ بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې مثبت بدلونونه ولیدل شي.

نوموړي د فساد په مخنیوي، د امنیت په  ټېنګښت، مخدره توکو په له منځه تلو او په یو شمېر نورو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او هڅې ستایلي دي.

د ناروې سفير ویلي، دا چې تر اوسه نړۍ افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی دا د دواړو په ګټه نه ده او زیاته کړې یې ده، په دې برخه کې د پرمختګ لپاره لاډېرو هڅو ته اړتیا ده.

نوموړی همدارنګه ویلي، ناروې له اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي، څو د اقلیمي بدلون په برخه کې له افغانانو سره مرستې وشي.

د زیاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان اوسنی امنیت د پخوا په پرتله چې ناټو او امریکا هم حضور درلود ښه یاد کړی او ویلي يي دي؛ د ځينو لورو لخوا چې کله ناکله د امنیتي پېښو پړه پر اسلامي امارت وراچول کیږي، له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او غوره به وي چې هېوادونه خپل داخلي مسایل حل او خپل امنیت وساتي.

مولوي عبدالکبیر د ګاونډیو په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اوسنیو اړیکو د پراختیا یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي.

د نوموړي په وینا، دا مهال زرګونه افغان مېرمنې په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې په کار بوختي دي او همدارنګه په لوړه او ټېټه کچه د خلکو غږ اورېدل کیږي.

په پای کې مولوي عبدالکبیر د چاپيریال ساتنې په برخه کې د ناروې له هڅو په مننې ویلي، چې افغانستان د اوبو د مدیریت او ځنګلونو د رغونې په برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

اسرائیلو د فلسطین ۸۰۰ هکتاره نوره ځمکه هم غصب کړې

د اسرائیلو دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې صهیونست پوځونو په لوېدیځې غاړه کې د فلسطینیانو ۸۰۰ هکتاره نوره ځمکه هم غصب کړې.

یاد ټلویزیون د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې اسرائیل هلته د غیرې قانوني یهودیانو د مېشتېدنې لپاره ښارګوتي جوړوي.

اسرائیلو دعوه کړې، چې دغه ځمکې د دوی مربوط دولتي ځمکې دي.

د نړۍ ګڼو هېوادونو د اسرائیلو د دغې کړنې غندنه کړې او دا یې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

تر دې وړاندې هم اسرائیلو د فلسطین په بېلابېلو برخو کې زرګونه هکتاره ځمکه غصب کړې او یهودیانو ته یې پر مېشت ځایونه جوړ کړي.

د اسرائیلو دغه اقدام تر دا مهاله یواځې په نړیواله کچه غندل شوی او د مخنیوي لپاره یې هیڅ کوم جدي کار نه دی شوی.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې پلټونکې: غزه کې د اسرائیلو کړنې ‘نسل وژنه’ ده

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې پلټونکې فرنچیسکا البانیز ویلي، چې غزه کې د اسرائیلو د ‘نسل وژنې’ په تړاو ډېری دلایل موجود دي او په لوړه کچه د فلسطینیانو ضد کړنې ښيي، چې اسرائیل یو قوم له منځه وړي او ‘نسل وژنه’ کوي.

د نوموړې په وینا؛ داسې څرګندې نښې نښانې موجودې دي، چې د ملګرو ملتونو په کنوانسیون کې د نسل وژنې په تړاو له لیست شویو پینځه کړنو څخه یې درې اسرائیلو په غزه کې ترسره کړې دي.

اغلې البانیز د یوه راپور په نشرولو سره ویلي، چې پر غزه د اسرائیلو پراخې حملې او ډول یې او د دې سیمې پر خلکو سخت تحمیل شوي شرایط ښيي، چې اسرائیل قصداً هڅه کوي فلسطینیان د یوې ډلې په توګه په فزیکي ډول له منځه یوسي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې پلټونکې له هېوادونو غوښتي، تر څو ژر تر ژره د اسرائیلو په ضد ګام پورته او خپل مسولیت ادا کړي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل څخه تر اوسه ۳۲ زره او ۴۱۴ کسان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې‌ شنبې ورځ، د ۱۶/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۷/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د تورخم له لارې شپږ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې درې کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې شوي دي.
د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام،کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د سپین بولدک له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۵۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته پنځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل او انځرګي کمپونو کې له ۱۳ کورنیو سره ټولې ۱۰۴ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
۲۱ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدمتونو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۱۲۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۴۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۵۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زرو ۶۷۷ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۳۰ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۹۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۶۰ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام،کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د اسلام کلا له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۳۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۷ را ستنې شوې کورنۍ سره ۱۴۴ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۷۱ کورنۍ ۲۲۷ وګړي
لېږدول شوي کډوال: دوه کورنۍ ۱۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۴۹ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۸۶ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۹۹ عدده