ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1171

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت هڅه کوي څو په کور د دننه د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو سره اقتصادي ودې ته لاره پرانېزي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع ټولنې له یو شمېر استازو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې راغلو مشرانو د اسلامي امارت له لوري د دوی وړاندېزونو او غوښتنو ته د رسېدنې له امله په مننې ویلي؛ ورځ تر بلې د امنیتي حالت په څېر د خلکو په اقتصادي وضعیت کې هم ښه والي لیدل کیږي او د خلکو ډېری هغه دوسیې حل شوي دي، چې له کلونو راهیسې پاتې وې.

یادو مشرانو دغه راز د اهل تشیع هېوادوالو د ستونزو د حل او وړاندیزونو په اړه خپلې غوښتنې په لیکلي ډول د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.

 مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د ټولو قومونو پر وړاندې یو شان مسولیت لري او ولسونو ته خدمت د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي څو افغانانو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې او په کور د دننه د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو سره اقتصادي ودې ته لاره پرانېزي. 

نوموړي د اهل تشیع مخورو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.

همدارنګه په یوه بله لیدنه کې د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت او پولیسو د چلند په هکله معلومات ورکړي.

ښاغلي حمزه ویلي، په کابل کې د پولیسو او اړونده امنیتي ادارو په همکارۍ هغه ډلې چې په انسان تښتولو او د ناامنۍ په پېښو کې یې لاس لرلو نیول شوي او مسولو ادارو ته سپارل شوي دي.

د کابل د امنیه قومندان په وینا په ښار او ولسوالیو کې پر دندو بوخت مجاهدینو مسلکي زده کړې ترلاسه کړې او د لاغوره مسلکي چلند په موخه به دا لړۍ دوام ولري.

د ریاست الوزراءسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل امنیه قومندانۍ هڅې ستایلي او ویلي يي دي، امنیتي ادارې دې د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د خلکو ارام او عامه امنیت اخلالوي.

هغه د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت د ټېنګښت اهمیت ته په اشارې سره ویلي، د مسولو ادارو همغږي او د خلکو همکاري کولای شي د کابل امنیت لاډاډمن کړي.

مولوي عبدالکبیر د چارو د لاښه سمون او پرمختګ په موخه د کابل امنیه قومندان ته لازمې سپارښتنې کړي دي.

د پارالمپیک کمېټې پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله چین ته روانه شوه

د  پارالمپیک کمېټې پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همغږۍ د پاریس سهمیه کسب سیالیو د ګډون په موخه چین ته روانه شوه.

د دغې لوبډلې د خدای پامانۍ په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رdیس مولوي احمدالله وثیق، د پارالمپيک کمېټې مشرتابه پلاوي او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

دغه سیالۍ به د شپږو ورځو په مخه د چین په لینان ښار کې وشي، چې د افغانستان له لوري به پکې دوه لوبغاړي او یوه روزونکی برخه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به د کب پر ۲۴مه پیل او د راتلونکي کال د وري پر لومړۍ نېټه به پای ته ورسیږي.

غزه کې د اسرائیلو بریدونو دوام؛ څه باندې ۱۲ زره فلسطیني ماشومان شهیدان شوي

د فلسطین وافا خبري اژانس د خبر له مخې، اسرائیلي ځواکونو غزې په دیرالبله سمیه کې نن هم (د روژې په درېیمه ورځ) سهار بمبار کړی او په لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

اشغالي سیمو کې هم اسرائیلي ځواکونو پر عامو خلکو بریدونه کړي او لږ تر لږه څلور فلسطینیان یې شهیدان کړي دي.

غزه کې د اسرایلو د بریدونو له دوام سره هم مهاله د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې استازي جوزېپ بورېل پر اسرائیلو تور پورې کړی، چې غزه کې د خلکو له لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخلي.

بلخوا بیا په غزه کې وروستۍ شمېرې، چې الجزیرې خبري شبکې خپرې کړي، ښيي چې د فلسطیني جهادي ډلو او صهیونست پوځ ترمنځ روانې څه باندې پینځه میاشتېنۍ جګړه او دغې جګړه کې د اسرائیلي ځواکونو په بې رحمه هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۲ زره او ۳۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي او دغه راز اته زره ۶۶۳ تنه ټپیان شوي دي.

همداراز په اشغالي سیمو کې هم شاوخوا ۱۱۳ تنه ماشومان شهیدان شوي دي.

غزه کې د لوږې له امله د مړه شویو ماشومانو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی او همدارنګه سلګونه زره نور ماشومان بیا له کمو خوړو، د سرپناه نه شتون، د جګړې له وېرې او نورو ستونزو سره مخ دي.

امریکا اوکراین ته د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې ورکوي

امریکا اعلان کړی، چې اوکراین ته د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې ورکوي. په دې وسلو کې بېلا بېل مهمات، توغندي او د الوتکې ضد توغندي شامل دي.

دا مرستې داسې مهال اعلانېږي، چې د امریکا په کانګریس کې اوکراین ته د نورو مرستو ځانګړي کولو لایحه د اختلافاتو له امله ځنډول شوې ده.

په نږدې درې میاشتو کې لومړنۍ ځل دی، چې امریکا له اوکراین سره پوځي مرسته کوي.

د راپورونو پر اساس ډنمارک هم اوکراین ته د شاوخوا ۳۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د مهماتو او توپچي تجهیزاتو د لېږلو خبر ورکړی دی.

د کورنيو چارو سرپرست وزیر د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزير لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او د اقتصادي پروژو په پیل یې خبرې کړي

 د کورنيو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د اوزبیکستان بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره لیدنه کړې.

د کورنيو چارو سرپرست وزیر دې ليدنه کې د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر ته د هرکلي ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړېکو پر پیاوړتیا او ښه ګاونډیتوب خبرې کړي.

د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د خوندي امنیت په موخه د اسلامي امارت هڅې او دغه راز مخدره توکو پر وړاندې بريالۍ مبارزه ستایلې او د سيمې ثبات په موخه يې يادې چارې ارزښتمنې بللي دي.

 دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ په تاریخي او فرهنګي ګډو ارزښتونو سربېره د اقتصادي پروژو د پیل او دوام یادونه هم شوې ده.

خلیفه سراج الدین حقاني، بختیار سعیدوف ته هېواد کې د خوندي امنیت په اړه پوره ډاډ ورکړی او هغه اقتصادي پروژې چې د سيمې پر ثبات يې اغېزه زياته وي، ژر پيل کېدل يې اړين بللي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۲/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې د ۲۲/۱۲/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۵۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۴ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۳۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۱۹۶ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۲۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د بلکوریا سند لرونکی، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، یو تن لیسانس، یو تن دیني عالم، ۲۴ تنه غریبکار او ۱۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۲۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۹۲ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸ تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې او یادې کورنۍ ته اووه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۱۸ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۱۴۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

۱۶ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۱۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۰۵ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۲۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې ۲ تنه بکلوریا سند لرونکي، ۱ فوق بکلوریا سند لرونکی، ۱ تن لیسانس، ۱ تن ماستر، ۴ تنه حافظان، یو وړې دورې فارغ، څلور تنه دیني عالمان، ۳۲ تنه غریبکار او ۲۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۷۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۵۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

انګور اډې لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې شپږ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

د انګور اډې څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې شپږ تنه کیږي، خپلو سیمو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په انګور اډه کې کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې کډوالو ته ۱۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۷۴۳ مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۳۷ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۵ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۵۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې ۱۰۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۸ را ستنو شویو کورنیو سره ۵۰۲ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو فعالیتونو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۴۳ کورنۍ ۴۰۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۱۶ کورنۍ ۹۸ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۲۴  کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۷۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۲۳ عدده

د افغانستان او ازبیکستان د تخنیکي پلاوي غونډه؛ د کرنې او د اوبو په مدیریت خبرې شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ د افغانستان د تخنیکي پلاوي او د ازبیکستان د اوبو د منابعو وزیر شوکت همرایوف په مشرۍ د یاد هېواد د تخنیکي پلاوي مشترکه غونډه شوې.

د غونډې په پیل کې د ازبیکستان د اوبو د منابعو وزیر شوکت همرایوف د افغانستان د مېلمه پالنې مننه کړې او ویلي يي دي، د افغانستان هر ډول پراختیا او پرمختګ ته د ازبیکستان د حکومت او خلکو خوشحالیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ باوري یوو چې افغانستان یو ښه همکار دی، دغه راز د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ لرغونو مشترکاتو ته په پام د قوش تیپې کانال پروژه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.

د ازبیکستان د اوبو د منابعو وزیر ویلي؛ هېواد یې د بندونو، کانال جوړولو، کرنې، اوبو لګولو او د اوبو د مدیریت په برخه کې د وسایلو په تولید کې د سیمه په کچه تجربه لري او په دې برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د ازبیکستان د مرستو او همکاریو مننه کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان د داخلي جنګونو له امله ونه توانید چې د ازبیکستان په شمول د نورو ګاونډیانو د ګاونډیتوب حق ادا کړي، اما د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته اوس په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی، چې د نړۍ ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیانو ته په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ زمینه برابره شوې ده.

نوموړي څرګنده کړه، موږ په بېلابېلو برخو کې ستاسو له تجربو استفاده کوو او د هېواد په ټولو په ځانګړي ډول د برېښنا د تولید، کرنې او د اوبو د مدیریت په څېر نورو برخو کې ستاسې همکاریو ته اړتیا لرو.

د غونډې په پای کې دواړو پلاویو د کرنې، اقتصاد، د اوبو مدیریت او د اوبو زېرمه کولو د سېستم په برخو کې تخنیکي بحثونه کړي دي.

کرېکټ؛ افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې ایرلنډ ته ۲-۰ ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۱۷ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ یې ۲-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.
 
افغان لوبډلې په دریمه او وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هم لومړی توپوهنه وکړه، افغان اتلانو د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره یې ۲۳۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.

د افغان اتلانو په ګټه لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۶۹، رحمن الله ګربز ۵۱ او محمد نبي ۴۸ منډې جوړې کړې.

د یاد هدف په دفاع کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې خورا ښه توپ اچونه وکړه؛ محمد نبي او ننګیال خروټي د غوره توپ اچونې په پایله کې یې سیاله ایرلنډ لوبډله په ۱۱۹ منډو له ډګره بهر کړ او د ۱۱۷ منډو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري محمد نبي عیسی خېل په دغه لوبه کې بهترینه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبدلې پینځه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.

دا لومړنی ځل و چې نوموړی په یوه نړیواله لوبه کې ۵ ویکټې ترلاسه کوي.

دغه راز ځوان الرونډر لوبغاړي ننګیال خروټي چې د هېواد لپاره خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کوله، هم د افغان لوبډلې په ګټه څلور ویکتې ترلاسه کړې. 

ننګیال خروټی د غوره توپ اچونې او ۴ ویکټو په اخیستو سره د لوبې سټایلش لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز محمد نبي عیسی خېل چې په توپوهنه کې یې د ۴۸ منډو ترڅنګ په توپ اچونه کې ۵ ویکټې ترلاسه کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نوموړي ترڅنګ رحمن الله ګربز جې د یوې سلیزې او یوې نیمه سلیزې پر مټ یې په دغه لوبلړۍ کې ۱۷۲ منډې جوړې کړې وې، د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

په دې سره افغان لوبډلې د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ ۲-۰ په خپل نوم پای ته ورسوله.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ د راتلونکې جمعې په ورځ په همدې لوبغالي کې پیل شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: د اسلامي امارت دوه کلن اقتصادي وده او ثبات د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله بې‌ساری دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانستان او اوزبیکستان په فرهنګي، اقتصادي، سیاسي، تاريخي او مذهبي برخو کې دوستانه او د ورورګلوۍ اړیکې لري او هیله لرو چې دغه اړیکې لا پراخ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ  پر پولو هېڅ ډول امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او الحمدلله له څلورو لسیزو وروسته په ټول افغانستان کې سوله او ارامي راغلې او ټول ملت د وروڼو په څېر ژوند کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي،؛ د داعش فتنه چې د بهرنیو استخباراتو زېږنده ده لمنځه وړل شوې، د نشه یي توکو کر، قاچاق او استعمال منع شوی او اداري فساد صفر شوی دی.

نوموړي زياته کړې، له ټولو ګاونډیانو په ځانګړي ډول اوزبیکستان سره د اسلامي امارت اړیکې نیک او دوستانه دي.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، موږ د ترانزیټي پروژو په ځانګړي ډول کاسا-۱۰۰۰، ټاپي او د افغان ـ ټرانس ریل پټلۍ پروژو په څېر، چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره وصلوي، د پلي کېدو په هڅه کې یوو.

د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اوزبیکستان د همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ افغانستان ته زموږ سفر ځانګړی ارزښت لري، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نوې پاڼه پرانیستل شي.

نوموړي دې ته په اشارې چې افغانستان او اوزبیکستان لرغونې دوستي لري او موږ باید د دې اجازه ورنکړو چې دغه هېواد یوازې پاتې شي ویلي، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې پام وړ لاسته راوړنې لرلې او اقتصادي وده او ثبات يې په تېرو ۴۰ کلونو کې بې‌ساری او د ستاینې وړ دي.

د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ هېواد یې په افغانستان کې د ځمک پېژندنې، کانونو، کرنې، د اوبو سرچینو او د مزار شریف او د اوزبیکستان د سرخان دریا ولایتونو ترمنځ د ګډو کارخانو جوړولو په برخو کې د خپلو تجربو شریکولو ته چمتو دی.

نوموړي څرګنده کړې، د افغانستان د وړاندیز اړوند په مزار شریف کې د امام بخاري (رح) د مدرسې جوړولو په موخه د اوزبیکستان له لوري د تخنیکي څېړنو پړاو پیل شوی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ موږ بشپړ تیاری لرو، چې له اوزبیکستان سره په اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او فرهنګي برخو کې په همکارۍ او همغږۍ مخکې ولاړ شوو او له مختلفو برخو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د اقتصادي پروژو له پلي کېدو سره ستاسو له لېوالتیا څخه مننه کوو.

د مولوي بلال کریمي او د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو په لا پراختیا خبرې شوي

په چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یوشیاویونګ سره لیدنه کړې.

د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د اسلامي امارت لوی سفیر ته هر کلی ویلی او یو ځل بیا یې د چین هغه موقف تکرار کړی، چې د افغانانو ملي حاکميت ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.

د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان پر وړاندې یې د چین مثبت موقف ستایلی.

دغه راز په ناسته کې د چين او افغانستان تر منځ د سیاسي روابطو پر لا پراختیا، همدارنګه له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اتصال، تجارتي، روغتیایي، ترانزیټي، د دواړو هېوادونو تر منځ پر قونسلي مسایلو او یو شمیر نور مواردو باندې خبرې شوي دي.