ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1182

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاد کمېټو ورځنی کاري راپور

د يکشنبې ورځ، د ۲۲/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۳/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې نهه کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۲۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۶ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

۳۲ کورنیو ته کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۱ بستې خام غذایي توکي او ۴۰ کورنیو ته البسې وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن حافظ، یو تن دیني عالم، ۲۱ تنه غریبکار او ۱۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۴۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۴۶ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۰  تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې ۱۲ تنه غریبکار او شپږ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۸ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۲۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۶ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۲۲۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۱۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې۵۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۳۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره مرسته وشوه او د کورنۍ د هر غړي ته دوه زره افغانۍ ورکړل شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۸۷ کورنۍ ۲۳۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۶ کورنۍ ۳۷ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۳۶ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:    ۱۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۱۰۶عدده

له شبرغان څخه مزار ته د ګازو د نل لیکې چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوي

له شبرغان څخه مزارشریف ښار ته د ګازو نل لیکه چې د اسلامي امارت له لوري ورته ۶۰۹ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي، د ۹۵.۵ کیلومټره په اوږدوالي سر ه به په ۲۴ ساعتونو کې ۱.۵ میلیونه متر مکعب ګازو د لیږد وړتیا ولري.

د دغې پروژې چارې په نړیوالو معیارونو سره د افغان انجنیرانو له خوا ترسره کېږي.

له دغو ګازو څخه به په مزار شریف ښار کې د برېښنا، غضنفر پاور، د ښيښو جوړونې کارخونه او همدا راز به ترې په صنعتي پارکونو کې ګټه واخیستل شي.

په یادو کارخونو کې به ګڼ شمېر هېواد والو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به د برېښنا، ښيښو جوړولو او په ډېرو نورو برخو کې افغانستان د ځان بساینې خواته نږدې کړي.

اوس مهال د شبرغان د ګازو له څاه ګانو څخه د ورځې ۶۵۰ زره متر مکعب ګاز ویستل کېږي، چې د آقچې او شبرغان ښار کې د کورونو تر څنګ بیات پاور او برېښنا او په نور بېلابېلو برخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: افغان کډوال د پاکستان په نا امنۍ کې لاس نه لري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له مشرې اغلې های کیونګ جون، په افغانستان کې د دغې ادارې له ریيس ښاغلي لیونارد زولو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ مشرې افغانستان ته په خپل راتګ خوښي ښودلې او ویلي يي دي، اداره یې (UNHCR) د افغان کډوالو د ستونزو حل ته ژمنه ده او له هغوی سره به یې مرستې دوام وکړي.

نوموړې زیاته کړې؛ له کډوالۍ څخه بېرته افغانستان ته ستنېدونکو ټولو کډوالو سره مرستې کوي او دا مهمه ده، چې کډوال بېرته په افغاني ټولنه کې مدغم شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ یادې مسولې ویلي، راتلونکې اونۍ په جینوا کې د کډوالو اړوند جوړېدونکې ناستې ته به د خپل راپور په وړاندې کولو سره افغان کډوالو ته د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړي او د افغانستان شته حقایق به له نړیوالو سره شریک کړي.

جون ویلي؛ افغان کډوال له سختو شرایطو، فقر او بېکارۍ سره مخ دي، چې وچکالي او نورې طبیعي پېښې یې هم ژوند ګواښي او د کار موندنې ترڅنګ د سرپناه، روغتیا او پوهنې په برخو کې باید له هغوی سره اساسي مرستې وشي.

نوموړې څرګنده کړې؛ کډوالو او بې ځایه شویو کسانو ته د کارموندنې لپاره اړتیا ده، چې د افغانستان  اقتصادي پياوړتیا او د بنسټیزو پروژو په عملي کولو کې کورني او بهرني بنسټونه دخیل شي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت له افغان کډوالو سره د دغه سازمان او نورو مرستندویه ادارو د مرستو او همکاریو مننه او د دوام غوښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ لوږه، فقر او بیکاري له تېر رژیم څخه اسلامي امارت ته په میراث پاتې ده، چې کنټرول او ختمول به یې ډېر وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې اوږدو جګړو، وچکالۍ او طبیعي پېښو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او اړتیا ده، چې له افغانانو سره بشري مرستې ډېرې شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ په اوسني وخت کې نړۍ باید له بشري اړخه افغانستان هېر نکړي او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو په داسې وخت کې، چې افغانستان له سختو طبیعي پېښو او ننګونو سره مخ و، په اجباري ډول د افغان کډوالو د ویستلو پروسه پيل کړه.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ افغان کډوال د پاکستان په نا امنۍ کې هېڅ رول نه لري، خو بیا هم په دغه هېواد کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او زرګونه افغانان په بېګناه ډول زندانونو ته اچول شوي دي.

نوموړي غوښتنه کړې؛ افغان کډوال باید پرېښودل شي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او په کور دننه ورته لازم چمتووالی هم ونیول شي.

نړیوال مرستندویه بنسټونه دې افغان کډوالو او بېځایه شویوته د دایمي سرپناه او کار په برخه کې مرستې وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال همداراز ویلي، اسلامي امارت کوښښ کوي چې د سترو بنسټيزو پروژو پلي کولو او د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا سره خلکو ته کار پیدا کړي.

سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ د تاسف ځای دی چې د دوحې په تېره ناسته کې د افغان کډوالو موضوع او په افغانستان کې شته حقایقو ته ښه پاملرنه ونشوه او له دې پدیدې سره د مرستو راټولولو او دوام په اړه هیچا، حتی د ملګرو ملتونو سرمنشي هم څه ونه ویل.

مولوي عبدالکبیر نیوکه کړې، چې د ملګرو ملتونو او د ځينو نورو نړیوالو ادارو د هغو راپورونو له امله چې په ناسمو معلوماتو ولاړ وي، خلک ناقانونه کډوالۍ ته هڅول کېږي.

هغه ویلي، په افغانستان کې پام وړ پرمختګونه شوي؛ د نشه يي توکو تولید او قاچاق صفر شوی، په نشه يي توکو روږدي تر درملنې لاندې دي، د اقتصادي پياوړتیا لپاره هڅې پیل شوي، غصب، زورواکي او باج اخیستل پای ته رسېدلي دي.

د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز جوړېدو پریکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان اسلامي امارت چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز پریکړه‌لیک د اړوندو ادارو معینانو، د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا ریيس په شتون کې له صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره لاسلیک شو.

دغه غونډه د صنعت او سوداګرۍ، مالیې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم، وزارتونو معینانو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او د ملي موزیم ریيس په ګډون ترسره شوه.

د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني ویلي؛ اړتیا ده چې د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې راسپارل شوې دندې په صداقت او اخلاص سره پای ته ورسوو.

نوموړي زیاته کړې، تر دې وړاندې زمونږ سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ وو او د داسې مراکزو له جوړېدو سره به دوی ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رییس انجنیر احمد ضیاء خالد د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز په جوړېدو کې د اړوندو ادارو له همکارۍ مننه کړې او د تفاهملیک په اړه یې معلومات وړاندې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ، ګمرکاتو او کانونو او پټرولیم وزارتونو معینانو د سندونو د طی مراحل کېدو مرکز جوړېدل ګټور بللي او ویلي يي دي، ې د دې مرکز په جوړېدو سره به سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مهمند د اقتصادي کمیسیون له فعالیتونو د مننې ترڅنګ ویلي، د دې مرکز په جوړېدو سره به د فساد مخنیوي وشي او د هېواد د صادراتو کچه به معلومه شي.

نوموړي له اسلامي امارت څخه غوښتي ترڅو د هېواد صادراتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

یونیسف: غزه کې د ماشومانو د مړینې په تړاو اندېښنه په حقیقت بدله شوه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف سیمه‌ييز مدیر عادل خدر ویلي، چې غزه کې د ماشومانو د مړينې په تړاو اندېښنه په حقیقت بدله شوه او د لا زیاتېدو وېره یې موجوده ده.

نوموړي ویلي، چې که غزې ته د مرستو رسولو په برخه کې جدي اقدام ونه‌شي، نو ګڼ نور ماشومان به هم د اوبو کمښت او ناوړه خوړو له امله خپل ژوند بایلي.

له دې وړاندې هم یونیسف خبرداری ورکړی و، چې غزه کې بشري ناورین به د ماشومانو مړینه دوه برابره کړي.

د یونیسف او خوړو او روغتیا نړیوالو سازمانونو د شمېرنو پر اساس غزه کې ۹۰ سلنه له پینځو کلونو کم‌عمره ماشومان په یوه یا څو ضد عفوني ناروغیو مبتلا دي.

له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنۍ برخې مسول وايي، چې لوږه او ناروغۍ د غزې د خلکو ژوند ګواښي. دغه‌راز وږي او کمزوري ماشومان چې له رواني ستونزو سره هم مخ دي، له ټولو زیات زیان منونکي دي.

د روان زېږدیز کال تېره جنوري میاشت کې د ملګرو ملتونو د ارزونې پر اساس د غزې ۱۵ سلنه له دوو کلونو کم‌عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ او په بشپړ ډول له بشري مرستو محروم وو، چې دا وضعیت اوس څو چنده بدتره شوی دی.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې غزه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسي نږدې ۹ زره ماشومان شهیدان شوي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او پينو الارچي لیدنه؛ په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د ترسره شوې مبارزې او د نړیوالې ټولنې پر ګډو همکاریو خبرې شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجراییوي ریيس پينو الارچي سره لیدنه کړې.

د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ترسره شوې مبارزې او په دغه برخه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر راتلونکو ګډو همکاریو خبرې کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ اسلامي امارت د تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه وکړه، چې اوسمهال یې د تولید او قاچاق کچه تقریبا صفر ته رسېدلې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت په زرګونو پر نشه‌يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل، په ښه ډول یې د هغوی درملنه کړې او د کاري زمینې برابرولو په پار یې ورته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه پيل کړي دي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د یو خپلواک نظام او سرتاسري امنیت په راتلو سره د نشه‌يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې او نړیوال سازمانونه کولای شي په دغه برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرایيوي ریيس د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ویلي يي دي؛ نړیواله ټولنه مکلفیت لري، چې افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي.

 پينو الارچي زیاته کړې، دوی غواړي چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال: بهر مېشتي سوداګر دې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د سپين زر کارخونې له ریيس او یو تن ملي سوداګر سره لیدنه کړې.

د سپين زر کارخونې ریيس په هېواد کې د اقتصادي او سوداګريز وضعيت په ښه کېدو يې خوښي ښودلې.

نوموړي د ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د سوداګرو او پانګه والو د ځاني او مالي امنيت پر تأمين خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ هېواد کې اقتصاد او پانګونې ته د ښې زمينې برابرول د دې لامل شوي، چې کورني او بهرني سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغوی همداراز د اسلامي امارت رهبرۍ څخه غوښتي، ترڅو د کورنيو توليداتو ملاتړ او په مختلفو برخو کې پانګونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو د امنيت ټیګښت او د اقتصادي او پانګونې زمينو پراختيا لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې؛ اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي، ټولو سوداګرو او پانګه والو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

نوموړي همداراز په بهر کې له ټولو مېشتو افغان سوداګرو غوښتي، ترڅو بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او په ابادۍ او پرمختګ کې يې برخه واخلي.

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت د مالکیت حس ټولو افغانانو ته ورګرځي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د اچین ولسوالۍ قومي مشرانو د سرتاسري امنیت له تامین څخه خوښي ښودلې او ویلي يي دي، چې دا مهال د اچین ولسونه په کامل امنیت کې ژوند کوي اوخپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.

هغوی زیاته کړې، دوی له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي او د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې قربانۍ ورکړي دي.

د اچین ولسوالۍ یادو مشرانو دغه راز په دغې ولسوالۍ کې د پراختیايي چارو د ترسره کېدو غوښتنه کړې او ویلي يي دي؛ د کلنیکونو، ښوونځيو، برېښنا او نورو پراختیايي چارو د کمښت له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکیو هم اشغالګرو او هم د فتنه ګرو ډلو له لوري درانه زیانونه لیدلي او د اسلامي نظام لپاره یې ورکړې قربانۍ او زحمتونه له چا هېر نه دي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اسلامي نظام د افغانستان د ولسونو له منځه را پورته شوی نظام دی، چې د مالکیت حس یې ټولو افغانانو ته ورګرځي او موخه یې د اسلامي نظام عملي کول او د خلکو لپاره خدمت کول دي.

نوموړي زیاته ویلي، چې د اچین ولسوالۍ د ستونزو د حل لپاره به اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: افغانستان په انزوا کې نه، بلکې د نړۍ د پاملرنې په محوریت کې قرار لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو د لویې دورې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې.

په دې غونډه کې د امر باالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي ویلي؛ علما او امامان د ټولنې لارښوونکي دي او اړتیا ده، چې د اسلامي نظام او ټولنې ښه استازولي وکړي.

نوموړي زیاته کړې، اوس د اسلامي نظام له برکته په افغانستان کې اسلامي ناستې په شانداره مراسمو او له ویرې پرته ترسره کېږي او د اسلامي شریعت پلي کېدل یې د دې نظام لویه موخه بللې.

یاده غونډه کې د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم ویلي؛ په ټولنه کې د علماوو او شیوخو مسولیت تر نورو ډېر دی او اړتیا ده، چې ټول علما په ټولنه کې خپل مسولیت ته ځير و اوسي.

نوموړي زیاته کړې، د علم مقصد باید د دندې ترلاسه کول نه بلکې د ټولنې سالمه اصلاح او د علم پراخوالی وي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د حدیثو د لویې دورې په دې فراغت غونډه کې، تازه فارغو شوو علماوو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې د اسلامي نظام د پياوړتیا او د دین په پراختیا کې د علماوو ونډه اساسي ده.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د علماوو له برکته په تېر ۲۰ کلن جهاد کې ځوانان او هېوادوال د ازادۍ او جهاد په ارزښت پوه شول او د اشغال په مقابل کې د جهاد لپاره چمتو شول.

نوموړي د اشغال په مقابل کې د افغانانو جهاد، په ټولو اقوامو او د ټولنې په ټولو اقشارو پورې مربوط بللي، چې په وینا یې ټولو پکې په خپله اندازه ونډه اخیستې ده.

سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د اسلامي مدارسو، دیني او عصري علومو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او په راتلونکي کال کې به هره ولسوالۍ کې جهادي مدرسه د ځوانانو د روزنې په موخه جوړه شي.

هغه د مدرسې او ښوونځيو ترمنځ د فاصلې په لمنځه وړلو د ټینګار ترڅنګ ویلي، اوس هغه وخت دی چې له عصري علومو څخه فارغ ځوان به په دیني زدکړو هم سمبال وي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز ویلي، چې د تېر شل کلن جهاد موخې ترلاسه شوي، چې د اشغال خاتمه او په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت و، اوس د دې وخت دی چې اسلامي امارت او ټول افغانان په ګډه د اقتصادي او سیاسي بریاوو په اړه کار وکړي او افغانستان اباد کړي.

مولوي عبدالکبیر نیوکه کړې، چې په تېرو شلو کالو کې د اشغال پر مهال د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا لپاره هېڅ ډول اساسي پروژه نه ده عملې شوي؛ خو اسلامي امارت له خپلې ملي بودیجې څخه د اوبو د مهارولو، سترو او متوسطو بندونو جوړولو، سړک رغولو او نورو بنسټيزو پروژو په پلي کېدو کار روان کړی دی.

نوموړي اوسنی نظام د افغان مسلمان ملت خپل نظام بللی، چې په وینا یې د خلکو په ملاتړ او قربانیو رامنځته شوی او ولسونه په دې نظام او تېر شل کلن جهاد ویاړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې د پرمختګ په لوري روان دی او دا مهال کابو له ۳۸ هېوادونو سره دیپلوماتیکي اړیکي او د افغانستان سفیران او دیپلوماتان پکې په کار بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان په انزوا کې قرار نه لري بلکې افغانستان د نړۍ د توجه د محور په توګه، نړیوال لېوالتیا لري چې خپل تعامل زیات کړي.

مولوي عبدالکبیر نړیوالو ته په خطاب کې ویلي، یوازینی نظام چې د افغانستان په بشپړې جغرافیه حاکمیت لري، ولسونه پرې رامات دي، سرتاسري امنیت یې تامین کړی، فساد او نشه يي توکي یې له منځه وړي او له افغانستان څخه چاته د ګواښ پېښېدو اجازه نه ورکوي، هغه اسلامي امارت دی.

هغه ټينګار کړی، چې اسلامي نظام تل دا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچاته ګواښ متوجه نشي او نړۍ پرته له دې چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي بله لار نه لري.

د کډوالو عالي ادارې د اسیایي دفتر مشرې او د کډوالو چارو سرپرست وزیر لیدنه؛ کډالو ته د بشري مرستو او خدمتونو وړاندې کولو په میکانیزم خبرې شوي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي ادارې د اسیایي دفتر مشرې اغلې های کیونګ جون د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.

په دغه ناسته کې د تازه راستنو شوو کډوالو، داخلي بېځايه شوو او په راتلونکې کې راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د بشري مرستو او خدماتو وړاندې کولو په میکانیزم خبرې شوي.

نوموړې ویلي، افغانستان ته د راتګ هدف یې دلته د کډوالو وضیعت له نږدې څارل او د جینوا په راتلونکي ناسته کې شریکول دي.

جون همدا راز د یادې ادارې ځینې ستونزې شریکې کړي او د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه یې کړې.

د کډوالو او رستنېدونکو چارو سرپرست ویلي؛ د مهاجرینو چارو وزارت هم یو بشري ارګان دی او له هرډول تبعیض پرته هېوادوالو ته خپل خدمتونه ترسره کوي.

 ښاغلي حقاني زیاته کړې، مونږ ته د نظام اصول ترهرڅه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي.

نوموړي په کارونو کې په همغږۍ، شفافیت او د فساد په مخنیوي ټینګار کړی.

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد هم په پریکړه لیک او همغږۍ ټینګار کړی او ویلي يي دي، دا چې د دواړو ادارو د کار ساحه ګډه ده، نو خدمتونه هم باید د یوه ګډ پلان له مخې ترسره شي.