ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1183

د رییس الوزرا په مشرۍ د اړوندو ادارو د همغږۍ غونډه؛ د چارو په چټکتیا، په اداري چارو کې د ځنډ مخنیوی او د شفافیت په رامنځته کولو خبرې شوي

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د ریاست الوزرا اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا غونډه په ارګ کې شوې.

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې د هدف په تړاو معلومات ورکړي.

ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي؛ د دې غونډې موخه د ریاست الوزرا اړوندو ادارو کې د چارو د لا چټکتيا، په اداري چارو کې د ځنډ مخنیوی، د همغږۍ زیاتوالی او لا زیات شفافیت رامنځته کول دي.

ورپسې د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور په شرعي او سالمه توګه د مسولیت ترسره کول غوره عبادت بللی او ویلي يي دي، مشوره الهي حکم دی او د اسلامي نظام هدف دا دی چې د الله (ج) د رضا لپاره د هغه د بندګانو په ښه توګه خدمت وکړو.

همداراز د ریاست الوزرا د ساتنې لوی رییس مولوي محمد عالم د ریاست الوزرا د اړوندو ادارو ترمنځ ښه همغږي او انسجام د دې لامل بللی، چې یاد ریاست تر اوسه په بریالیتوب خپلې چارې ترسره کړي.

د یادو مسولینو د خبرو تر اورېدو وروسته رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په تېرو ۲۰ کلونو کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ټولو مجاهدینو د قربانيو د ستايلو تر څنګ ویلي، ټول بايد د نظام د بقا او تقویت لپاره ورسپارل شوي مسولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

رییس الوزرا په فلسطین کې روانو ظلمونو ته په اشارې ویلي، نړۍ د فلسطین مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه ویني خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅې کوي.

ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې؛ د الله د کتاب او دين ساتنه يو لویه دعوه ده، چې اسلامي امارت ته ور له غاړې شوی په وينا يې چې دا یو ستر او دروند الهي مسولیت دی.

رییس الوزرا د چارو د لا ښه انسجام په موخه ټولو ته لارښوونه کړې، چې خپلو مسولیتونو ته دې پاملرنه ولري، ټول باید له مراجعينو سره نېک چلند وکړي، پر وخت د هغوی کارونه ترسره او د خنډ او ځنډ لامل يې ونه ګرځي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د ټولو امارتي ادارو مسولینو ته لارښوونه کړې، چې په چارو کې له عدالت او احتیاط څخه کار واخلي او د بیت المال ساتنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مسولې لیدنه؛ د هېواد په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو خبرې شوي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مسولې اغلې های کیونګ جون سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د عامې روغتیا وزرات د معیارونو په نظر کې نیولو سره د ولسوالیو په کچه د روغتونونو پر جوړولو، د روغتیا په برخه کې پر لا زیاتې همغږۍ او د هېواد په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو خبرې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د آسیا او آرام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مسولې غوښتي، تر څو په یادو برخو کې د عامې روغتیا وزارت سره خپلې همکارۍ ته داوم ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسولې په یادو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې او د خپلو دوامداره همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت کډوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي د بغلان ولایت له یو شمېر علماوو او بېرته راستنو شویو کډوالو سره لیدنه کړې.

یادو علماوو د بغلان د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

علماوو ویلي؛ د بغلان سیمه ییز مسولین د امنیت د ټینګښت، خلکو ته د لازیاتې هوساینې د رامنځته کولو او د دوی ستونزو د حل په برخه کې هڅې کوي.

نوموړو همداراز زیاته کړې، د بېرته راستنو شویو کډوالو د لېږد، ځای پرځای کولو، مېشتولو او د لازمو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د خپلو امکاناتو په محدوده کې هلې ځلې کوي.

مولوي عبد السلام حنفي ویلي؛ خلکو ته د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او دوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کې، اسلامي امارت د بېرته راستنو شویو کډوالو د لېږد، ځای پرځای کولو او دوی ته د کارموندنې په برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو په موخه له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي.

سږ کال نږدې ۳۰۰ بهرنیو سیلانیانو له غزني څخه لیدنه کړې

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسولينو ویلي؛ دې ولايت ته د بهرنيو سيلانيانو په شمېر کې ډيروالی راغلی دی.

د مسولینو په وینا، له ۱۴۰۲ کال څخه تر اوسه ۲۹۳ تنو بهرنيو سيلانيانو له غزني څخه ليدنه کړې ده.

د غزني ولایت اطلاعاتو او کلتور د ریيس ملا حميدالله نثار په ویلي؛ په ټول هېواد په ځانګړي ډول غزني ولايت کې د ډاډمن امنيت په تامينيدو سره د ګرځندوی په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی.

نوموړي زیاته کړې؛ د ۱۴۰۲ کال له پيل څخه تر دا مهاله د غزني ولايت د تاريخي او تفريحي سيمو څخه د ۲۹۳ تنو بهرنيو سيلانيانو ليدنه کړې ده، چې اکثريت يې د روسيې، ايران، چين، جنوبي کوريا او اروپايي هېوادونو څخه راغلي وو.

تېره ورځ هم شپږ تنه سيلانيان د انګلستان، اسټراليا، هندوستان او امريکا څخه د غزني ولايت د تاریخي سيمو، نظامي موزيم او لرغونو ځايونو د ليدنې په موخه ياد ولايت ته ورغلي وو.

د بلخ ولایت په ګڼو ولسوالیو کې په مالدارانو خوراکي مواد وېشل شوي

بلخ کې د بیړنۍ کمېټي لخواه د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه ولايت ګڼو ولسوالیو مالدارانو ته خوراکي مواد او د حیوانانو لومړني مواد ويشل شوي دي.

د بلخ ولايت وياند حاجي زيد ویلي؛ له تېرو څو ورځو راهیسي د بلخ ولایت د مرکز ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کي د واوري د اورښتونو سخته څپه راغلې، چي د دې اورښتونو له امله د یو شمېر ولسوالیو لاري بندي شوي وې، ولس یې له خوراکي توکو له کمښت سره مخ وو، حیواناتو یې مړه شوي، په زیاتو ساحو کي حیوانات او یو شمېر کورنۍ د اورښت له امله په واوره کي بند پاته وو.

د بلخ والي محمدیوسف وفا د بیړنۍ سپارښتني په بنسټ د مرستیال والي په مشرۍ اضطراري کمېټه ټاکل شوې، چې د بلخ ولایت مقام، د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست، د ۲۰۹ الفتح قول اردو، ټولګټو چارو ریاست، اقصاد ریاست، زراعت ریاست، د پیښو پروړاندي د مبارزې ریاست، صحت عامه او شمېر نوري دولتي ادارې په ګډه د ټولو هغو ولسوالیو لاري له مرکز سره ونښلولې، چي د واورو له امله بندي شوي وې، ولس ته یې خوراکي مواد رسولي او حیواناتو ته یې د خوراکي موادو د رسولو ترڅنګ د دوی ژوند ژغورلی دی.

د بلخ ولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا رییس مولوي یار محمد شبیر ویلي؛ د اړونده ټولو ولايتي ریيسانو کاري ټيمونو ته یې د بلخ والي په لارښونه، چي د شته امکاناتو څخه په ګټي اخيستني سره دي ټولي واوريني لارې او سړکونه له واورو څخه پاک او د هېوادوالو د تګ راتګ پر مخ پرانيزي، د ولس او حیواناتو ژوند دي وژغوري او د ولس ترڅنګ هغه سیمو کې چې حیوانات اوسیږي خوراکي مواد ورته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ تر دې دمه د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ د حیواناتو لپاره درې موټره خوراکي مواد (بوس) او ولس ته یې خوراکي توکي رسول شوي.

البرز ولسوالۍ ته نهه موټرونه د حیواناتو خوراکي مواد او ولس ته خوراکي توکي، چمتال ولسوالۍ ته درې غټ موټرونه د حیواناتو خوراکي مواد او ولس ته خوراکي توکي، زارع ولسوالۍ ته دوه موټرونه، د البرز والسوالۍ قزلکودک سمي ته دوه موټره، شولګري ولسوالۍ ته پینځه موټره، کشندي، چهارکینت او بلخ ولسوالۍ ته یو یو موټر، د بلخ ولسوالۍ بای بچه قاک سیمي ته یو موټر او د دې ترڅنګ د البرز، شولګره، کشندي، زارع، مارمل او چهارکینت ولسوالیو عموي او فرعي لاري د ۲۰۹ الفتح قول اردو او ټولګټو چارو ریاست د قوي ماشینرۍ په وسیله خلاصي او د ولس د تګ راتګ پر مخ خلاصي شوې.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام؛ رفح ښار کې د هوايي برید له امله ۱۴ کسان شهیدان شوي

د غزې په جنوب رفح ښار کې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو برید کړی، چې له امله يې د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان شهیدان شوي.

رفح ښار کې اوسمهال نیږدې یو میلیون بې‌ځایه شوي فلسطینیانو پناه اخیستي، چې د غزې د نفوس نږدې نیمايي برخه تشکیلوي.

په دې ښار کې پناه اخیستلو ته اړ شوي کسان له خورا بد بشري وضعیت سره مخ دي، په کېږدیو یا موقت پناه ځایونو کې ژوند کوي او پاکو خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري.

صهیونیستي رژیم د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له خبرداري سره سره پر رفع ښار بریدونه جاري ساتلي، تر دې چې اوسېدونکي یې له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسي د نږدې ۹ زره ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰ زره فلسطینیان شهیدان او له ۷۰ زره زیات ټپیان شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۲۱/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۲/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۷کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۶۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۹ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۲۲ تنه کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۸ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو حافظ، یو تن دیني عالم، ۳۲ تنه غریبکار او ۲۲ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۱۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۰ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲تنه و، ننګرهار، غزني ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۲۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۹۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۸۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې ۴تنه دیني عالمان، ۲۵ تنه غریبکار او ۱۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۴۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۶ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.           

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۲۱۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۵۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۹۱تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۶۶ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۵۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په هرات کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په هرات کې ۱۰۵تنه کډوال تداوي شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۹۵ کورنۍ ۳۴۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۵ کورنۍ ۸۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۶۴ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۸۲کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۶۳۹ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۱۸۴ عدده

د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال: تېر یوه کال کې له ۵۰۰ زیاتې سترې او وړې ولسي شخړې حل شوې

د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ تېر یوه کال کې د هېواد په کچه له ۵۰۰ زیاتې سترې او وړې ولسي شخړې، چې د ښکېلو خواوو له لوري سلګونه کسان پکې وژل شوي او ګڼ مالي زیانونه یې لیدلي و، د جرګو او مرکو له لارې حل شوې دي.

د نوموړي په وینا؛ له ګاونډیو هېوادونو سره سرحدي او صفري نقطې هم ارزول شوې او د نوي پلان په ترڅ کې به یادې سرحدي نښې چې په وینا یې زړې شوې له سره تازه کړي.

ښاغلي غزنوي زیاته کړې، چې قومونو او قبایلو چارو وزارت په تېر یوه کال کې کوچیانو ته په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې او شته ستونزې یې ورحل کړې دي.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال ویلي؛ دغه وزارت لس علمي مرکزونه لري، چې د لیرې پرتو او له زده‌کړو بې برخو سیمو زرګونه ځوانانو ته یې ګڼې ښوونیزې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

دغه‌راز په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته شاوخوا ۱۲۸ روغتیایي مرکزونه هم جوړ شوي، چې په عادي ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

اسرار وصال

فوټسال؛ غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د یووالي جام په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ځوانانو د یووالي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

 د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ستاره ګان علودال او سبزاندیشان اب برده لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ستاره ګان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹/۷ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

 دغه سیالۍ، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي موخه یې د لوبغاړو ترمنځ د یووالي رامنځته کول او د فوټسال ورزش ته وده ورکول دي.