ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1170

د کرنې وزارت او د ایران د کرنې جهاد وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او د ایران د کرنې جهاد مرستیال وزیر علیرضا مهاجر ترمنځ په کابل کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک په ۵۵ مادو کې د بوټو ساتنې او قرنطین، څیړنې، خاورې پېژندنې، کرنه، ترویج، بدیل معیشت، اوبولګولو، کرنیزې او مالدارۍ زېربناوې، د څارویو روغتیا، دمالدارۍ څیړنې، د خصوصي سکتور ملاتړ، د کرنیزو او درملو بنسټونو ملاتړ او د کارکوونکو د روزنې په برخه کې لاسلیک شوی دی.

د دغه هوکړه لیک د لاسليک په مراسمو کې د ايران په استازيتوب د افغانستان په چارو کې د ايران ځانګړی استازی کاظمي قومي، د ایران د کرنې جهاد د بوټو ساتنې ادارې چارسمبالې مریم جلیلي مقدم، د ایران د کرنې او مالدارۍ د برخې یو شمېر کار پوهانو او د کرنې وزارت له خوا د دفتر رییس مولوی حسین احمد خورشید، د بوټوساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، د مرستیالۍ سلاکار مولوی ګل حضرت، د مقام سلاکار میرویس خوګیانی، د وزارت د مقام سلا کار حشمت الله شهراني، د خاورې پېژندنې رییس حمیدالله احمدزی، د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب، او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې څخه د یادې خونې رییس خان محمد فروتن او د دې خونې غړو شتون درلود.

دغه هوکړه لیک، د ایران د کرنې جهاد وزارت د لوړ پوړې پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې وزارت مشرتابه او کارپوهانو او د ایران د کرنې جهاد وزارت مسولینو او کارپوهانو ترمنځ له څو ورځو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو، په دې برخه کې به عملي کار په راتلونکو ورځو کې پیل شي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او د اوزبیکستاني پلاوي لیدنه؛ د دوه اړخیزې سوداګرۍ په پیاوړتیا خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل، د افغانستان د ترانزیتي توکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامځته کولو او د اوزبیکستان له خاورې څخه د افغان  سوداګریزو توکو د ټرانزیټي تعرفو د کمولو په اړه خبرې کړي دي.

غونډه کې پریکړه شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به د اړوندو ادارو موولين په مزارشريف ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيت د پراختيا پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په موخه جلا غونډه وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۳/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۳/۱۲/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۴۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۱۰۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نهه کورنۍ د تورخم په عمري لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۳عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، ۱۶ تنه غریبکار او اووه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۲۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۰۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۲۰ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۱۵۶ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن ۱۶ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۷۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۵۵ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن بکلوریا سند لرونکي، یو تن حافظ، ۳۶ تنه غریبکار او ۱۳ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۵۸۹ مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۵۳ تنه کیږي، سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۸ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته  ۳۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې ۸۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۵ را ستنو شویو کورنیو سره ۴۵۸ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۴۶ کورنۍ ۴۱۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۲ کورنۍ ۱۱ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۱۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۴۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۲۷ عدده

د کندهار ترافیکو مدیرېت په تېر یو کال کې ٢٤٧ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د کندهار د امنېه قوماندانۍ وياند مولوي اسدالله جمشيد ویلي؛ د ترافیکو مدیرېت په ۱۴۰۲ ل کال کې د يادو ۲۴۷ ميليونه افغانيو څخه، دری میلیونه، ۴۵۷ زره او ۸۰۰ افغانۍ د موټر چلولو د جوازونو د لاېسنسونو د توزیع  له درکه، پنځه میلیونه، ۶۷۳ زره او ۶۰۷ افغانۍ د جواز سیرونو له توزیع  او ۹۹ زره او ۵۰ افغانۍ د لېن د موټرو څخه تر لاسه کړي دي.

همدارنګه  ۲۰۴ میلیونه، ۸۳ زره او ۶۸۱ افغانی، نهه زره او ۶۴ موټرونو ته د موقت جوازونو د ورکړي څخه ترلاسه کړي او ۲۵ ميليونه، ۶۷۷ زره او ۸۸۱ افغانی ۸۸۴ بسونو ته د موقت جوازونو د ورکړي څخه او همدارنګه اته ميليونه، ۶۰۷ زره او ۱۵۰ افغانی، ۳۸ عرادې لاريو ته د موقت جوازونو د ورکړي څخه تر لاسه کړي دي.

ښاغلي جمشيد زیاته کړې، ياد مديرېت  ١٩ د ترافیکي اصولو او مقرراتو کورسونه دایر کړي او څلور زره او ۹۴۹ کسان د ترافیکي اصولو د زده کړې څخه فارغ شوي، چې برياليو کسانو ته د چلولو جوازونه ورکول شوي دي.

د روسیې د نفتو تر ټولو ستره تصفیه‌خونه د اوکراین په برید کې په نښه شوې

په روسیه د اوکراین د بې‌پيلوټه الوتکو د بریدونو پر دوام، د دې هېواد په ریازان سمیه کې د نفتو تر ټولو ستره تصفیه‌خونه په نښه شوې.

د راپورونو پر اساس یاده تصفیه‌خونه کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې څو کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر اساس اوکراین تېره ورځ هم د روسیې په سرحدي سیمه بلګورود کې د روسیې پر فدرالي امنیتي څانګه ډرون برید کړی و.

د دې برید په اړه چارواکو ویلي و، چې تلفات نه دي اوښتي او یوازې د ودانۍ د مخې برخه زیانمنه شوې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر خپل هېواد د بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه د دې هېواد په ټاکنو کې د اوکراین مداخله ګڼلې ده.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په تشکيلاتي جوړښت کې نوی ریاست رامنځته شو

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په تشکیلاتي جوړښت کې «د مدرسینو مسلکي پراختیا» په عنوان نوی ریاست رامنځته او د پوهنې وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله آغا له لوري د وېډیویي کنفرانس په ترڅ کې، د هېواد د مرکز او ولایتونو د پوهنې رییسانو ته په رسمي ډول ورپېژندل شوی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست ویلي؛ د مدرسینو مسلکي پراختیا ریاست له جوړېدو څخه یې بنسټیزه موخه، د ښوونیزو پروګرامونو تنظیمول او د هېواد په دیني ښوونیزو بنسټونو کې د درسي کیفیت لوړول دي.

مولوي حبیب الله آغا زیاته کړې؛ یاد رياست د قرآن کریم د حافظانو او علماوو له ډلې په ولسواليو کې څلور تنه غړي او د ولايتونو په مرکزونو کې اووه تنه نور غړي لري او دوی دنده لري، تر څو د مدارسو او دارالعلومونو د ټولو نصابي او اداري چارو سربېره د استادانو د تدریس مېتودونه او طریقې له نیږدې وڅاري.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال د مدرسینو مسلکي پراختیا ریاست د ښوونیزې څارنې مهم بدیل ګڼلی او د ولایتونو د پوهنې له رییسانو یې غوښتي، تر څو د یادو کسانو په ګمارلو کې یوازې تقوا او تخصص په پام کې ونیسي.

د کرنې سرپرست وزیر او د ایراني پلاوي لیدنه؛ د کرنې او مالدارۍ په ګډو همکاریو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د ایراني پلاوي سره لیدنه کړې.

د ايران د کرنې جهاد مرستيال عليرضا مهاجر ویلي؛ د کرنې وزارت له تخنيکي پلاوي سره مو د درې ورځني خبرو په ترڅ کې د خصوصي سکتور، د بوټو ساتنې او مالدارۍ په اړه خبرې وکړې او هوکړې ته ورسېدو چې موږ به له افغانستان سره په ګډه کار وکړو او موږ هیله لرو چې عملي کارونه به ژر تر ژره پیل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د تجربو او پوهې د لېږد، د کرنې د کادرونو د روزنې، د اوبو لګولو، کرنې، د صنعتي بوټو د کښت، وریجو، پنبې، صنعتي بوټو، ګني، مالدارۍ، د کرنیزو تکنالوژیو د انتقال، د ګډو نندارتونونو جوړول، د زېربنایي کارونو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په اړه مو خبرې وکړې او هوکړې ته رسېدلي یو.

 د کرنې سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ دغه سفر به د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ د ګډ کار او بار یوه نوې پاڼه پرانیزي او دواړه مسلمان ملتونه به وکولای شي د خپل هېواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.

د کرنې سرپرست وزیر څرګنده کړې؛ هیله لرو چې دا سفر به د راتلونکو ګامونو او ګډ کار لپاره نوې دروازې پرانیزي، افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري او ښه بنسټونه لري چې کار پرې وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ د انقلاب په کلونو کې، ډېرې ستونزې وې په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو څخه د ناروغیو د خپریدو له امله ډېر زيانونه رامنځته او څاروي یې وژلي دي، اوس چې تاسو د وزارت د بېلابېلو څانګو له متخصصینو سره غونډې کړي دی، موږ کولی شو راتلونکی ګډ کار پرمخ بوځو.

د يادونې وړ ده، چې ايراني پلاوى درې ورځې وړاندې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مسولینو سره د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په بېلابېلو سکتورونو کې د ګډ کار د پيل او خبرو اترو په موخه کابل ته راغلى و او ټاکل شوې ده، چې دغه پلاوى به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مسولینو سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې پر بنسټ به یې په راتلونکو ورځو کې د عملي کار بهیر پیل شي.

په اوزبیکستان کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په اوزبیکستان کې د افغانستان اسلامي امارت له سرپرست سفیر مولوي مغفورالله شهاب سره لیدنه کړې.

په تاشکند کې د اسلامي امارت سرپرست مولوي مغفورالله شهاب په اوزبیکستان کې د افغانستان سفارت د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، د دې سفارت مسولین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو او په هغه هېواد کې افغانانو ته د ښو خدمتونو برابرولو کوښښ کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په اوزبیکستان کې د افغانستان سفارت کړنې او فعالیتونه ستایلي او ویلي يي دي؛ دا دواړه هېوادونه په دیني، تاریخي او فرهنګي برخو کې زیات مشترکات لري او لازمه ده چې د دې سفارت مسولین د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا هڅې وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په اوزبیکستان کې د افغانستان سفارت مسولینو څخه غوښتي، چې په یاد هېواد کې افغانانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

کانونو او پټرولیم وزارت هېواد کې د څلورو نویو نفتي حوزو د کشف خبر ورکړی

کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد په شمالي، لوېدیځو او سویلي ولایتونو کې د نفتو د څلورو نویو حوزو د کشف خبر ورکړی.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې د هېواد په څو شمالي ولایتونو، افغان تاجک او د هرات لویدیځ، د هلمند سویل او د هېواد سویل ختیځ کې د نفتو حوزې سروې شوې، چې راتلونکی کال به یې د بودیجې له تصویب وروسته د استخراج عملي چارې پیل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ ټاکل شوې د روان میلادي کال تر پایه د امو سیند نفتي حوزو په بېلا بېلو برخو کې ۲۳ نوې څاګانې وکیندل او فعالې شي، چې هېواد کې به د نفتو د استخراج کچه ۳ زره ټنه ته لوړه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د مسولینو په وینا؛ اوسمهال د امو سیند له حوزو څخه استخراج شوي خام نفت هېواد کې د ۱۳ خصوصي فابریکو له لوري په کور د ننه پروسس او بازار ته وړاندې کیږي.

د مولوي امیرخان متقي او کاظمي قُمي لیدنه؛ په وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي پرمختګونو خبرې شوي

کابل کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قُمي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي پرمختګونو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي.

دواړو لوریو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې یادې کړې او دا یې د ټولې سیمې په ګټه وبللې.

ناسته کې د ایران ځانګړي استازي د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه هم معلومات وړاندې کړي دي.

په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ایران کې د افغانانو د ځینو ستونزو د حل، افغانستان ته د برېښنا د زیاتوالي، چابهار بندر په اړه د پرمختګ او د وروستیو ورښتونو په نتیجه کې، نیمروز او سیستان ته د ابو د رسېدو په اړه خبرې کړي دي.