د افغانستان بانک سرپرست رییس او د ختیځ زون ولایتونو والیانو لیدنه؛ د مالي سکتور پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او په ګډو همکاریو خبرې شوي
د افغانستان بانک سرپرست رییس هدايت الله بدري د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو له واليانو، امنيتي مسولينو او ښاروالانو سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې موخه د مالي سکتور پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د افغانۍ ترویج او خلکو ته د مالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د امارتي ادارو ترمنځ د ګډو هڅو او همکاریو روحیه رامنځته کول و.
ښاغلي بدري د ختیځ زون له واليانو او د یادو ولایتونو له امنیتي مسولینو څخه غوښتي، چې په خپل وار د ملي پروسو په ځانګړي ډول د افغانۍ د ترویج په برخه کې خلکو ته د پوهاوي برابرولو او د ولس ملاتړ په ترلاسه کولو کې هڅې وکړي او د افغانستان بانک ته د همکارۍ لاس ورکړي.
نوموړي همدارنګه له هېواد څخه بهر ته د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په برخه ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې.
د ختیځ زون د ولایتونو والیانو او امنیتي مسولینو د افغانستان بانک سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د تښتوونکیو له منګلو د ژغورل شوي ماشوم له کورنۍ سره لیدنه کړې
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (سه شنبه، د کب ۱۵مه) په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو له منګولو د ژغورل شوي ماشوم عبدالفهیم له کورنۍ او خپلوانو سره د هغوی په استوګنځي کې لیدنه کړې.
په دې ناسته کې چې د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ څو تنو منسوبینو هم شتون درلود، مولوي عبدالکبیر د انسان تښتوونکو له منګولو د عبدالفهیم د ژغورنې په برخه کې د امنیتي ادارو او مجاهدینو هڅې وستایلې او هغه یې له ویاړه ډکې وبللې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د عبدالفهیم د کورنۍ غړو ته د امنیت ډاډ ورکړ او ویلي يي دي، ټولې امنیتي ادارې د خلکو د سر او مال خوندي کولو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.
مولوي عبدالکبیر پوځي مسولینو ته په خطاب کې ویلي، چې د انسان تښتوونکو او هغو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي، چې د ولس ارامتیا او د ټولنې نظم او امنیت خرابوي.
د ژغورل شوي ماشوم کورنۍ د اسلامي امارت له هڅو مننه کړې او ويلي يي دي؛ د اسلامي نظام په راتګ سره د ولس هیلې ژوندۍ شوې، د افغانانو غږ اورېدل کیږي او حق ترلاسه کولای شي.
یادې کورنۍ زیاته کړې، د اسلامي امارت د مجاهدینو د رښتینو هڅو په پایله کې د انسان تښتوونکو له منګولو د هغوی ماشوم راخلاص او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.
مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د هېواد د کرنیز انقلاب او پياوړتیا لپاره د قوش تېپې کانال په جوړولو کار پيل کړی
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د (نیالګیو کېنول، د وچکالۍ له منځه وړل) تر عنوان لاندې ملي پروګرام د پيل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دې ناسته کې چې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو ادارو استازو او مسولینو شتون درلود.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د نیالګیو کېنول د افغانستان د اقلیم، هوا پاکوالي او وچکالۍ سره د مبارزې غوره لار ده.
نوموړي له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د اوبو له مصرفولو سره مسولانه چلن وکړي او د ښې راتلونکې لپاره نیالګي کېنوي او ساتنه یې وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ چې په افغانستان کې د لسیزو جګړو، اشغال او د اقلیمي بدلون له امله تودوخه او د هوا ککړتیا زیاته شوې، ځنګلونه او شنې سیمې زیانمنې شوي دي.
نوموړي نیوکه کړې، چې افغانستان تر اوسه هم د اوبو رسولو او کانالیزاسیون یو منظم سیستم نه لري، چې له امله یې نن کابل او یوشمېر نورې سیمې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د کابل د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د رالېږد په سیستم غور کړی او دغه پروژه به عملي شي.
سیاسي مرستیال زیاته کړې، د وچکالۍ او ځنګلونو د پرې کولو له امله د افغانستان اقتصاد زیانمن شوی، چې فقر او بیکاري یې ډېره کړې ده.
نوموړي ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د ځنګلونو وهل منع اعلان شوي او د زیانمنو شویو سیمو د احیاء لپاره هڅې روانې دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په وینا، د اسلامي امارت له لوري د اوبو د مهارولو لپاره کار روان دی او په ټولو ولسوالیو کې به د اوبو د مهار او وچکالۍ د کابو کولو لپاره بندونه جوړ شي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د هېواد د کرنیز انقلاب او پياوړتیا لپاره د قوش تېپې کانال په جوړولو کار پيل کړی، چې لومړی فاز یې پای ته رسېدلی او په نورو یې کار روان دی.
د نوموړي په وینا، سږکال له افغانستان څخه د تازه مېوو په صادراتو کې کابو ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی او راتلونکي کال کې به نور هم پراختیا ومومي چې ډېری صادرات قزاقستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته شوي دي.
د اوبو او انرژي او د کانونو او پطرولیم وزارت مسولینو ناسته؛ د مس عینک “۲” پروژې لپاره د اوبو سرچینو د پیژندنې او د اوبو رسولو د څرنګوالي په اړه خبرې شوي
د اوبو او انرژي وزارت، کانونو او پطرولیم وزارت او تویار صنعتي شرکت ترمنځ د مس عینک “۲” پروژې د اوبو چمتو کولو په موخه د همغږۍ ناسته شوې.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده د کانونو او پطرولیم وزارت د مس عینک پروژې له رییس انجنیر حمیدالله حبیبي او د تویار صنعتي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې او د مس عینک “۲” پروژې لپاره د اوبو سرچینو د پیژندنې او د اوبو رسولو د څرنګوالي په اړه یې خبرې کړي.
په دغه لیدنه کې د اوبو مرستیال یادې پروژې ته د اوبو رسولو په برخه کې د دغه وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړی او د قراردادي شرکت له مسولینو څخه یې غوښتي، چې د خپل اړتیا وړ اوبو کچه دې مشخصه کړي ترڅو د اوبو او انرژي وزارت د دوی د اړتیاوو پر بنسټ خپل لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه چمتو کړي.
د غونډې په پای کې د تخنیکي مسولینو تر منځ د همکاریو پر دوام او د معلوماتو پر شریکولو باندې هوکړه شوې او د چارو د پرمخ وړلو په موخه پر ګډو همکاریو باندې ټینګار شوی دی.
د هېواد په ختیځ زون کې د مالي سکتور ملاتړ او د اسلامي بانکوالۍ پراختیا په موخه لویه ولسي غونډه شوې
ننګرهار کې د افغانستان بانک په نوښت د مالي سکتور ملاتړ او د اسلامي بانکوالۍ پراختیا په موخه لویه ولسي غونډه جوړه شوې.
په دې غونډه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو د ولایتي چارواکو په شمول د ګڼ شمېر حکومتي ادارو مسولینو، سوداګرو، پانګوالو، سیمه ییزو متنفذینو، صرافانو، اصنافو او د خصوصي سکتور واک لرونکو استازو ګډون کړی و.
ګډون کوونکو د بانکي سکتور د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو معیاري کولو، د افغانۍ ترویج او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي په اړه خبرې او د نظرونو تبادله کړې.
د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند د افغانستان بانک د کړنو، په ځانګړي ډول د افغانۍ نرخ د ثبات ستاینه کړې، په راکړه ورکړه کې یې د افغانۍ پر کارونه ټینګار کړی او له خلکو، په ځانګړې توګه له سوداګرو او متشبثینو څخه یې غوښتي، چې په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې له افغانۍ څخه کار واخلي.
د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایت الله بدري د پولي سیاستونو د مؤثر پلي کېدو، د افغانۍ ترویج، د بانکي سکتور ملاتړ، د صرافانو او مالي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو میکانیزه کولو، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او د بانک د نورو لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي او د یادو سکتورونو د ښهوالي په برخه کې یې د علماوو، سیمه ییزو متنفذینو، سوداګرو او خلکو ونډه مهمه بللې او له هغوی یې غوښتي، چې د افغانستان بانک سره د خپلو پالیسیو په مؤثر تطبیق کې همکاري وکړي.
د غونډې په دوام کې د بانکي سکتور د اوسني حالت او د راتلونکي اصلاحي پلانونو، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي او د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د تنظیمولو په اړه ګډونوالو ته ګټور پریزنټیشنونه وړاندې کړي.
د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی امر صدیق الله خالد د افغانۍ د ترویج، د راکړې ورکړې پر مهال د افغانۍ د سمې کاروَنې او ساتنې، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو په شمول د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د میکانیزه کولو او د بانکي سکتور د ملاتړ په اړه یې لنډې خبرې کړي.
همداراز نوموړي د دې پروګرامونو په بریالیتوب کې د خلکو رول مهم بللی او له هغوی یې غوښتي، چې په دې برخو کې همکاري وکړي.
نورالدین عزیزي: اسلامي امارت افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره ښه زمینه برابره کړې
د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې د افغان-ترکمن سوداګرۍ د تواصل کنفرانس کې د افغانستان د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر په مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوي په ګډون ګڼو افغان سوداګرو او د ترکمنستان حکومتي مسولینو او سوداګرو برخه اخیستې او دواړو لورو د سوداګرۍ په پراختیا او په دې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.
نورالدین عزیزي له ترکمنستان سره ترانزیټ او سواګري مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت دوړه اړخیزو او سیمهيیزو اقتصادي همکاریو ته ژمن دی.
ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا د وصل مرکز دی او ترکمنستان د سرشاره نفتي او غازي منابعو په درلودلو سره د انرژۍ د څلور لارې په توګه د شمال او جنوب په نښلولو کې مرسته کولای شي.
د ترکمستان د صنعت او سوداګري ادارې مشر مرګن ګوردوف د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټینګا کړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې د ټاپي پروژې پلې کولو ته ژمن دی او د اقتصادي تعاملاتو لپاره پوره امکانات وجود لري.
“په دواړو هېوادونو کې د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا لپاره پوره امکانات شته. په ۲۰۲۳کال کې د افغانستان او ترکمنستان سوداګري ۴۵۷ میلونه ډالره وه او یوازې په تیره جنورۍ میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګرې شوې او دغهراز ترکمنستان ته د افغانستان په وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.”
افغان سوداګرو او پانګوالو د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په انډول ټینګار کړی او دغه کنفرانس یې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ترکمنستان د یو شمیر ادارو استازو هم په دې کنفرانس کې رېل پټلۍ پروژ پلي کولو او بانکي خدمتونو په برخه کې د اسانتیاو په برابرولو او د دوه اړخیزو تړونونو په لاسلیک کولو ټینګار کړی دی.
حکمتالله نعیمي
د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ څه باندې ۹۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي
د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۴مې څخه د حوت تر ۱۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۰ زره او ۱۹۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۴ زره او ۳۸۲ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې اووه زره او ۲۷۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره او ۵۴۲ ټنه انتقالات، چې ټول ۹۰ زره او ۱۹۴ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې ادارې په وینا؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې یو زر او ۵۶۰ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې کينو، وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
غزه کې د شدیدې لوږې له امله ۱۵ ماشومانو ژوند بایللی
د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې د غزې په شمال الوده او کمال عدوان روغتونونو کې ۱۵ ماشومانو د شدیدې لوږې له امله ژوند بایللی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریسوس ویلي، چې تازه د دې ادارې چارواکو له یادو روغتونونو څخه لیدنه کړې او وېروونکې او بدې پایلې یې ترلاسه کړې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې دوو روغتونونو کې، چې ودانۍ او تاسیسات یې هم د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ویجاړ شوي، شدیده خوراځواکي لیدل شوې ده.
له دې وړاندې د فلسطین رسمي خبري اژانس “وفا” د تېرې یکشنبې په ورځ د مارچ په درېیمه د غزې تړانګې جنوب او رفع ښار په یوه روغتون کې د لوږې له امله د ۱۶ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی و.
غزه کې د خوراکي توکو کمښت او د څښاکو اوبو ته نه لاسرسی جدي ستونزه ده، چې د فلسطینیانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی او د ناورین کچې ته رسېدلې ده. مرستندویه سازمانونه غزه کې د شدیدې لوږې له امله اندېښمن دي.
ملګرو ملتونو تېره اونۍ خبرداری ورکړی و، چې غزه کې له قحطۍ او لوږې تېښته نشته.
یونیسف هم څو ځلې غزه کې د شدیدې لوږې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ماشومانو د مړينې په تړاو اندېښنه په حقیقت بدله شوې او د لا زیاتېدو وېره یې موجوده ده.
خوست کې د لیژې کلي ذخیروي بند د جوړېدو چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د خوست ولایت د ګربزو ولسوالي اړوند د لیژې کلي ذخیروي بند د جوړېدو چارې ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل سیندیزې حوزې عمومي رییس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي عبدالقیوم ثابت او یو شمېر سیمه ییزو مسولینو، علماوو او مخورو په شتون کې پیل شوې.
د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رییس د یادې پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د یاد کلي اوسیدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د دغې پروژې د چارو له بهیر څخه به په جدي توګه څارنه وکړې، ترڅو چارې یې په غوره کیفیت او معیاري توګه ترسره شي.
یاد ذخیروي بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره د ۴۵ متره په اوږدوالي، د تهداب په شمول ۱۲.۳۷ متره په لوړوالي، په تهداب کې د ۲۹.۸۰ متره او په سر کې د څلور متره په سور سره جوړېږي، چې د ۱.۲ کیلومتره آبګیر ساحې په درلودلو سره به د ۹۷ زره متره معکب اوبو د زیرمه کولو وړتیا ولري.
په کلني ډول به شاوخوا د ۱۱۰ زره متره مکعب په اندازه د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي او ۲۵ هکتاره کرنیزه ځمکه به هم د سیلابونو له ویجاړیو څخه خوندي او د سیمې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
